د انګلنډ د ښځو لوبډلې د ۲۰۱۷ کال په نړیوال جام کې د هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتلولي وګټله.
د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړو غړو هېوادونو د ښځو د نړیوال جام سیالۍ له څو ورځې راهېسې په برتانیا کې روانې وي.
په پایلوبې کې انګلنډ په ۵۰ اورونو کې هند ته د ۲۲۸ منډو هدف ورکړ، خو د هند ټوله لوبډله په ۲۰۱۹ منډو وسوځېدله. دا لوبه د یکشنبې په ورځ ( جولاۍ ۲۳) د کرکټ په تاریخي لوبغالي لارډز کې وشوه.
د انګلنډ شربسول د هند څلور لوبغاړې وسوځولې او د انګلنډ اتلولۍ ته یې لاره لنډه کړه. د انګلنډ سویر ۵۱ او د لوبډلې مشره ټایلر یې ۴۵ منډې وکړې.
د هند په لوبډلې کې راوټ ۸۶ او کاور ۵۱ منډې وکړې خو د بریا لپاره کافې نه وې. د هند ټوله لوبډله په ۴۸م اور کې وسوځېدله
د کرکټ نړیوالې شورا په خپل ټویټر کې لیکلي چې انګلنډ په یوې په زړه پورې لوبې کې هند ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د کرکټ د ښځو نړیوال جام په اول ځل په ۱۹۷۳ کال کې و چې انګلنډ وګاټه. د تېر نړیوال جام اتلولي اسټرالیا ګټلې وه، شپږ وارې دا اتلولي ګټلې ده.
د ښځو د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په څلورو کلونو کې وارې کیږي.