د ښځو د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ

د ښځو د کرکټ په دغه نړیوال جام کې د پاکستان او بنګله دېش په ګډون لس لوبډلې دي.

نن پنجشنبه اکتوبر درېیمه (تله۱۲) په متحدو عربو اماراتو کې د ښځو د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ پیلېږي.

د نړیوال جام لومړۍ لوبه د سکاتلنډ او بنګله دېش ترمنځ ده او په همدې ورځ بله لوبه د پاکستان او سري لانکا ترمنځ ده.

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوریز جام لوبډلې په دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوي دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، په لومړي ګروپ کې استرالیا، هند، نیوزلنډ، پاکستان او سرلانکا دي ‌او په دویم ګروپ کې بنګله دېش، انګلنډ، جنوبي افریقا، سکاتلنډ او ویسټ انډیز دي.

سکاتلنډ په لومړي ځل د ښځو د کرکټ په دا ډول نړیوال جام کې برخه اخلي.

د هر ګروپ لوبډلې به د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره سیالۍ کوي او د سر دوې لوبډلې به یې د نړیوال جام دویمې مرحلې ته لاره کوي.

دا لوبې د اکتوبر په درېیمه پېلېږي او ۱۸ ورځې به روانې وې. ټولې ۲۳ لوبې په شارجه او دوبۍ کې کېږي.

بنګله دېش د دغو سیالیو کوربه دی، ټاکل شوې وه چې دا لوبې په بنګله دېش کې دننه وشي، خو هلته څه موده مخکې له خونړیو مظاهرو وروسته سیاسي بدلون راغی او د کرکټ نړیوالې شورا دا لوبې متحدو عربو اماراتو ته انتقال کړې.

دا د ښځو د کرکټ نهم شل اوریز جام دی. استرالیا تر ټولو ډېر شپږ ځلې دا نړیوال جام ګټلی او انګلنډ او ویسټ انډیز یو یو ځل.