امریکا: چین د څو کالونو راپدیخو کیوبا کې استخباراتي قطعه لري

امریکا وایي چین په ۲۰۱۹ کال کې په کیوبا کې خپله استخباراتي قطعه پراخه کړه.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي شنبه جون ۹ (غبرګولي۱۹) ویلي چې چین د څو کالونو راپدیخوا په کیوبا کې استخباراتي قطعه لري او په ۲۰۱۹ کال کې پدې هیواد کې خپل حضور لا ډیر او پراخ کړ.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط په کیوبا کې د چین د استخباراتي حضور د تائید په هکله وویل، " په استخباراتي سوابقو کې دا په سمه توګه مستند شوې".

تر دې وړاندې امریکایي مطبوعاتو ویلي و چې بیجنګ پلان لري د کیوبا په ټاپو کې چې د متحده ایالاتو سره د اوبو د لارې تړل شوې، د جاسوسۍ یوه اډه جوړه کړي.

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي زیاته کړه، " د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې چې جمهور رئیس جو بایډن واک تر لاسه کړ، مونږ ته په نړۍ کې د چین د حساسو هلو ځلو په هکله معلومات راکړل شول چې غوښتل یې په ټولې نړۍ کې د لوژستیک، اډې جوړولو او استخباراتي معلوماتو راټولولو زیربناوو په برخې کې دا ډول هڅې پراخې کړي".

دې چارواکي وویل چې په معلوماتو ورکولو پدې غونډو کې په کیوبا کې د چین خلق جمهوریت د استخباراتي معلوماتو راټولولو مرکز هم شامل و او زیاته یې کړه چې بیجنګ دا مرکز په ۲۰۱۹ کال کې پراخ کړ.

سپینه ماڼۍ داسې مهال په کیوبا کې د چین استخباراتي حضور تائیدوي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن راتلونکې اوونۍ بیجنګ ته ولاړ شي.

په پلان کې وه چې دا سفر د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په میاشت کې شوی و خو سفر وروسته تر هغه لغوه شو چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې د چین د جاسوسۍ بالون ولیدل شو او جنګي الوتکو نسکور کړ.


وروسته تر هغه چې په امریکایي مطبوعاتو کې په کیوبا کې د چین د استخباراتي مرکز په هکله معلومات خپاره شول، چین د جمعې په ورځ متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ چې د کیوبا په کورنیو مسایلو کې دې لاس نه وهي.

په کیوبا کې د چین استخباراتي مرکز پدې معنی چې دا هیواد د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت څخه یوازې ۵۰ میله لري د معلوماتو راټولولو مرکز لري چې د متحده ایالاتو د لویې وچې لپاره تر ټولو مستقیم ګواښ بلل کیږي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا چین په کیوبا کې د استخباراتي معلوماتو راټولو مرکز لري که نه، ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بن ناخبري څرګنده کړه خو د کیوبا په هکله د متحده ایالاتو په پالیسۍ یې انتقاد وکړ.


ویاند وویل، " لکه ټول چې پوهیږو، د آوازو او نوم بدوالي خپرول د متحده ایالات معمول تاکتیک دی او د نورو هیوادونو په کورنیو مسایلو کې لاس وهنه یې څرګنده ده".