په دې لنډو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو د کندز په ولایت کې پراخ او ستر عملیات ترسره کړل.
په دې ترڅ کې یو شمیر کارپوهان وایي طالبان د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو د پرمختگ د مخنیوي لپاره سږکال د افغانستان شمالي ولایتونو د خپلو عملیاتو مرکز گرځولی دی.
د افغانستان د سیاسي مسلو یو کارپوه وحید مژده وایي طالبان نه غواړي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې د دې ډلې د سیال په توگه رامنځ ته شي.
ښاغلی مژده وایي د افغانستان حکومت سطحي مسایلو ته گوري او د طالبانو د جوړښت، ستراتیژۍ او پلان څخه بې خبره پاتې دی.
Your browser doesn’t support HTML5