بایډن پر ټرمپ انتقاد او د دموکراسۍ پر دفاع ټینګار وکړ

د امریکا په لویدیځ اریزونا ایالت کې د وینا پر مهال، د امریکا ولسمشر جو بایډن تور ولګاوه چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې "خطرناک تصور" کوي چې ګواکې له هغه پوښتنه نشي کیدای او له قانون څخه پورته دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) د دموکراتیکو بنسټونو د ساتنې په اړه په خپلې وینا کې ددغه هېواد پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې نوموړی د هیواد دموکراتیکو ارزښتونو او بنسټونو ته ګواښ دی.

ټرمپ د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو دپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید دی خو د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته ددغه ګوند نهايي کاندید به د دسمبر په میاشت کې معلوم شي.

د امریکا په لویدیځ اریزونا ایالت کې په دې وینا کې ، بایډن تور ولګاوه چې ټرمپ داسې "خطرناک تصور" کوي چې ګواکې له هغه پوښتنه نشي کیدای او له قانون څخه پورته دی.

بایډن وویل: "ټرمپ وايي اساسي قانون هغه ته دا حق ورکړی چې 'د ولسمشر په توګه هر څه چې غواړي وکړي'. ما هیڅکله یو ولسمشر ندی لیدلی چې دا ډو نظر ولري... هغه زموږ د هېوادوالو امریکایانو په وړاندې د اساسي قانون یا ګډ خدمت او شرافت له مخې نه بلکې د غچ اخیستنې په اساس عمل کوي."

ټرمپ په ۲۰۱۹ کې وویل، د اساسي قانون د دوهمې مادې له مخې، چې د ولسمشر واکونه بیانوي، دا ډول حق لري. د مارچ په میاشت کې، هغه خپلو پلویانو ته وویل: "زه ستاسو عدالت یم. او د هغو کسانو لپاره چې ورسره ظلم او خیانت شوی، زه انتقام یم."

په اریزونا کې د وینا پر مهال بایډن وویل، "همدا اوس په امریکا کې خطرناک څه پیښیږي،" او له امله یې د امریکا دموکراسي "په خطر کې ده."

دا د بایډن د ولسمشریزو ویناوو د لړۍ څلورمه وینا ده چې هغه څه په ګوته کوي چې نوموړی یې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د امریکا پر کانګرس د ټرمپ د زرګونو پلویانو له برید وروسته، د ټاکنو له پروسې څخه د انکار او سیاسي تاوتریخوالي په توګه یادوي.

بایډن وویل: "دوی خپل بریدونه نه پټوي او په ښکاره توګه وده ورکوي. د دښمن په څېر پر ازادو مطبوعاتو برید کوي. د قانون پر حاکمیت برید کوي او خنډ ایجادوي. پر رایې اچوونکو فشار او د ټاکنو تخریب هڅوي."

بایډن تر دې دمه د ټرمپ د ترټولو سرسختو ملاتړو په اړه چې نوموړی یې "میګا ریپبلیکنز" بولي، ورته سخت انتقادونه نه دي کړي، خو په پرونۍ وینا کې نوموړي وویل چې هغوی هم له ټرمپ سره شریک دي.

بایډن وویل: "که څه هم زه باور نه لرم چې ډیری جمهوري غوښتونکي داسې فکر ولري خو د هغوی چوپتیا د اندېښنې وړ ده." بایډن د ټرمپ هغو وروستيو څرګندونو ته د جمهوري غوښتونکو غبرګون ته په اشارې دا خبره وکړه چې ویلي یې وو د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارک میلي چې تازه یې د خدمت موده بشپړیږي، باید له پخواني ولسمشر سره د خیانت په تور اعدام شي.

د بایډن ددې وینا سره هم مهاله د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو د هغه د زوی هنټر بایډن د سوداګرۍ معاملې په تړاو د فساد تورونو په اړه د بایډن د استیضاح تحقیقاتو کې خپله لومړۍ استماعیه غونډه وکړه. جمهوري غوښتونکو د بایډن کورنۍ غړو ته له بهر څخه د ترلاسه شویو تادیاتو تفصیل ورکړ مګر داسې شواهد یې نه دي وړاندې کړي چې وښيي ولسمشر له دغو پیسو څخه ګټه پورته کړې ده.

سپینه ماڼۍ دا تورونه رد کړي او ادعا کوي چې د جمهوري غوښتونکو دا تحقیقات سیاسي انګیزه لري.