په امریکا کې تاریخي واوره وریږي

واروه د جمعې د ماسپښین نه وروسته شروع شوې او وړاندوینې داسې دي چې د امریکا پر وخت  د یکشنبې تر سهاره به همداسې روانه وي.

دا هم په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د کانګرس ودانۍ ده چې واورو پوښلې ده.

ښايي تاسو هره ورځ د امریکا غږ اشنا تلویزون وګورئ، راډیو واورئ، ویپاڼه، فیسبوک او ټویټر یې تعقیب کړئ، دا هره څه له هغې پورې ودانۍ نه خپریږي. په واشنګټن ډي سي کې د امریکا غږ مرکزي دفتر .

حالت اضطراري دی، ښونځي او دفترونه تړلي دي، خو ځیني خلک بیا هم راوتلي چې له واورو د انسان مجسمه جوړه کړي او له دغو واوروینو شېبو نه خوند واخلي.

دا د واشنګټن ښار چیناټاون سیمه ده، دغلته د جمعې په شپه ډېره ګڼه ګوڼه وه، خو نن یې واورو مزه ورخرابه کړې ده.

خلک له لارو او کوڅو څخه واوره پاکوي.

 
تراوسه په واشنګټن ډي سي ۶۰ سانتې مېتره واوره شوې ده او اټکل دا دی چې ۹۰ سانتي مېترو ته به ورسیږي.
له واورو سره تېز باد هم مل دی چې په ساعت کې ۸۰ کیلیومېتره سرعت لري.