امریکا د بلاروس په رژیم نوي بندیزونه ولګول 

امریکا وايي د بلاروس ولسمشر خپل سیاسي مخالفان ځپي

د امریکا حکومت وايي چې د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو له لوري د مخالفانو د ظالمانه ځپلو له کبله د هغه په رژیم نوي بندیزونه لګوي.

سپینه ماڼۍ وايي چې دا بندیزونه به نن دوشنبه اګست نهمه (زمري۱۹) پیلیږي.

د سپینې ماڼۍ یو مقام د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې ولسمشر جوبایډن به یو فرمان لاسلیک کړي او دا فرمان به په دموکراتیکو امیدونو او د بلاروس د خلکو په بشري حقونو باندې د بریدونو او فساد له کبله د بلاروس ولسمشر په نښه کړي.

ښاغلی لوکاشینکو له ۱۹۹۴ میلادي کال راهېسې په بلاروس کې واکمن دی او له تېرو انتخاباتو او مظاهرو وروسته یې د خپلو سیاسي مخالفانو ځپل پیل کړي دي.

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت نن، چې د بلاروس د انتخاباتو یو کال پوره کیږي، بندیزونه پیل کړي.

امریکايي چارواکو او نړیوالو څارونکو د بلاروس د جمهوري ریاست انتخابات له درغلیو ډک وبلل.

په همدې حال کې د بلاروس یوه ورزشکاره «کرستینا تسیمانوسکایا» په بل هېواد کې پناه غوښتې ده. هغې د ټوکیو په اولمپیکي سیالیو کې په خپلو روزونکو انتقاد وکړ او ویې ویل چې بېرته خپل هېواد ته نه ستنیږي. هغه وايي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.

نوموړې د مظاهره کوونکو په ځپلو هم کلک انتقاد کړی و.

د مۍ په میاشت کې د بلاروس حکومت د «راین ایر» هوايي شرکت یوه الوتکه په زوره کینوله او یو سیاسي مخالف یې ونیوه. نړیوالو د بلاروس د رژیم دا کار په کلکه وغنده.