ولې امریکا کې له تشدد ډکې مظاهرې روانې دي؟

US Protest

په واشنګټن کې د عدم تشدد د نړیوال مرکز مشر هارډي میریمن وايي د پولیسو او د افریقايي الاصله امریکایانو ترمنځ شخړې ژورې ریښې لري.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې په امریکا کې د پولیسو په توقیف کې د یو تور پوستي جورج فلویډ له مرګ ورسته لاریونونه دوام لري، خو په ګڼو ایالتونو کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

ښاغلی میریمن وايي کیدای شي د لاریون کوونکو ترمنځ یو شمیر خلک به عدالت غواړي، خو داسې خلک یې هم په منځ کې شته چې تشدد کوي.

دا چې دا لاریونونه ولې په تاوتریخوالي اوښتي دي په واشنګټن کې د عدم تشدد د نړیوال مرکز مشر هارډي میریمن سره د امریکا غږ خبریال احمدالله ارچیوال مرکه دلته وګورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

په امریکا کې لاریونونه ولې په تشدد اوښتي دي؟