اشلي ډنکن چې د امریکا په میزوري ایالت کې اوسیږي، اوس پنځه ویشت کلنه ده او له خاوند نه له څوکلونو راهیسی بیله شوېده. خو د طلاق اخیستلو وسه نلري، ځکه وزگاره په کورناسته ده او دخپلو ماشومانو پالنه اوساتنه کوي. اشلي څلور زامن لري، دوه یې له پخواني جلا شوي میړه نه او دوه کوچنی زامن یې له اوسني نوي ملگري نه دي.
اشلي وايي : پنځلس کلنه به ومه چی واده شومه.
زما نوم اشلي ډنکن ده، ٢٥ کلنه یمه او دمیزوري په سټیل کې اوسیږمه. زه دنده نلرم او ډیری وخت په کور کې یمه او زه عیسوۍ یمه.
زما په څلورو زامنو کې یو اوه کلن، بل اته کلن، بل پنځه کلن او ترټولو کشری څلورکلن دی. پنځلس کلنه به ومه چی واده شومه.
له واده نه مې ډیره موده نه وه تیره شوې چی امیدواره شومه. د واده یو کال وروسته امیدواره شوم.
څوارلس کلنه ومه چې له ډانیل سره مې د ښوونځي په سرویس موټر کې ولیدل.
هغه وخت مې غلي هلکان خوښدیل. ډانیل همدغه شان و.
موږدواړه سره ملګري شوو.
وروسته مو د واده په اړه هم خبرې کړې وې خو د هغې غلطۍ له وجهې نه چې ما کړې وه .. زه امیدواره ومه.
هغه وخت زه پنځلس کلنه او ډانیل اتلس کلن و.
زما کورنۍ په دې باور وه چې د میزوري په ایالت کې که یو اتلس کلن هلک له داسې نجلۍ سره جنسي اړیکي ولري چې عمر یې له اتلسو ټیټ وي نو دغه کار زنا بالجبر شمیرل کیږي.
ماته مې مور اوپلار ویلي و چې که تاسې دواړه واده ونکړئ نو ډانیل به ستا د ماشوم له زیږیدلو وروسته زندان ته لاړ شي. زه امیدواره ومه او هماغه څه مې وکړل چی هغوی راته وویل.
ماته تیرکال دا معلومه شوه چې په میزوری کې داسې قانون نشته. زما خاوند کولی شول چې زما د ماشوم له زیږیدو وروسته زما خوا کې پاتې شي او بندي نه شي.
زه یوه ورځ له ښوونځي نه کور ته روانه وم، نوې خبره شوې وم چې امیدواره یم.. ترور مې په هماغه ورځ سرویس موټر ته راوختله او ماته ېې وویل چې له موټرنه ښکته شه، همدا نن به واده کوې.
زما همدومره په یاد دي چې سرویس کې ټولو همدا ویل چې دا نجلۍ خو ډیره وړه ده.
موږ محکمې ته ولاړو او د نکاح خط مو واخیست. تر هغې وورسته بیا همدلته په سټیل کې د یوه دینی واعظ کورته ولاړو او هغه زموږ نکاح و تړله.
زه گمان نه کوم په موږ کې یو هم په دې پوه و چې واده څومره غټ مسولیت دی او څومره غټ تعهد غواړي.
زما یادیږي چې په هغه ورځ خوشاله ومه. خو ددې ترڅنگ مې په زړه کې ویره او شک هم موجود و.
زه خوشاله په دې ومه چې ما فکر کاوه چې خپله کورنۍ به جوړه کړم. ترهغې زیات زه خپل راتلونکي ته ډیره خوشاله ومه.
له واده نه وروسته مو ډیری وخت شخړې کولې او په آخر کې سره جلا شولو او بیرته ورنغلم.
تاسی پوهېږئ چې په ځوانۍ کې انسان په هر چا باور کوي.. له یو څوک چې درته ووایي چې مینه درسره لرم
هخوا بیا په ځوانۍ کې انسان هر چا ته غوږ نیسي او خبره یې مني..
لنډه دا چې کله ماته دا معلومه شوله چې زه د څو میاشتو حآمله یمه، نو ښوونځې مې پرېښود. ما له هغه وخت راهیسی چندان درس نه دی ویلی.
ما ډیر ملگري درلودل، کله به ما د هغوي په کور کې شپې تیرولې او کله به هغوي زمونږ په کور کې شپه کوله. زیاتره وختونه مې ملګرو سره تیرولو. خو له کوم وخت راهیسی مې چی واده کړی، ملگرو مې بیا پوښتنه نه ده کړې.
دتره لور مې له مانه، یو څومیاشتی وروسته واده شوله. هغه هم پنځلس کلنه وه. هغه له مانه دوه میاشتی وړه وه. ورپسې مې د تره زوی واده وکړ. هغه د واده په وخت کې شپاړس کلن و.
زه په سټیل کې یوازینۍ نجلۍ نه ومه چی په دې عمر کې واده شي، ماته معلومه وه چی اکثره وختونه داسې ودونه پیښیدل. زه له خپلې کورنۍ د نجونو ا وهلکانو نه پرته د خپل ښوونځي د څلورو نورو کسانو نومونه هم اخیستلی شمه چې په کم عمر کې ېې ودونه وکړل.
اوس داسی فکر کومه چې زښت ډیر وخت مې برباد کړی. پکارده داسې نه وای شوی. کاش چې خلک مخکې له دې چې یو څه وکړي، په اړه یې ځان ښه پوه کړي.
مطلب مې دادی چې زه په خپلو ماشومانو هیڅ پېښیمانه نه یمه، خو زړه کې مې ګرځي چې کاشکې مې په ژوند کې ځینې پریکړې بل ډول کړې وې.