امریکا په غزې کې اوربند لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک ویټو کړ

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو استازي رابرټ ووډ جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) د دې شورا پریکړه لیک چې په غزې کې د اسرائیل-حماس تر منځ په سمدستي توګه اوربند غوښتنه پکې شوې وه، رد یا ویټو کړ.

په غزې کې د اوربند غوښتنې لپاره دا هلې ځلې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوتریش او عربي هیوادونه کوي چې د امریکا پدې اقدام سره دا هیلې بیا تتې شوې.
د امریکا استازې د خپلې پریکړې په دفاع کې ویلي چې دا پریکړه لیک "له واقعیتونو بیل" دی او دا دلیل یې هم ورکړی چې په سیمې کې د بدلون سبب به نشي.

په پریکړه لیک کې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د هر ډول قید او شرط پرته اوربند غوښتنه شوې وه خو د متحده ایالاتو استازي ددې پریکړه لیک ملاتړي هیوادونه وغندل چې د دې ډول اوربند لپاره یې خپله غوښتنه بدله نکړله.

هغه زیاته کړه، " په پریکړه لیک کې لا هم د قید او شرط پرته اوربند غوښتنه شوې. دا به حماس پخپل حال پریږدي او دا وړتیا به ورکړي چې هغه څه تکرار کړي چې د اکټوبر په ۷مې یې کړي و".

د حماس ډلې د اکټوبر په اوومې په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ، لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل او تر دوو سوو نور یې یرغمل کړل چې یو زیات شمیر یې په شپږ ورځني اوربند کې خوشې شول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا دا عاجله غونډه داسې حال کې جوړه کړې وه چې په غزې کې د اسرائیل په هوایي او نورو بریدونو کې تر دې دمه د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ۱۷۴۸۷ کسان وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

دا پریکړه په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو لخوا معرفي شوی و چې په نه منظوریدو یې خواشیني ښودلې.

د اماراتو استازې لانا زکي نسیبه پدې هکله وویل، "عربي متحده امارات په ژوره توګه خواشینی دی چې د امنیت شورا ونه توانیده بشري اوربند غوښتنه وکړي".

د بریتانیې استازي پدې رایې ګیرۍ کې برخه وانخیسته او نورو ۱۳ غړیو یې په طرفردارۍ رایې ورکړي خو د بشپړ غړي په توګه د متحده ایالاتو ویټو پدې معنی چې پریکړه لیک نشي منظوریدلی.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض منصور دا پریکړه د امنیت شورا لپاره یوه ناوړه ورځ وبلله.

ښاغلي منصور وویل، "که تاسو د دې جګړې ملاتړ کوئ، د بشریت ضد جنایت ملاتړ کوئ".
خو بل پلو بیا د اسرائیل استازي ګیلاد اردان دا پریکړه ستایلې، متحده ایالاتو او جمهور رئیس جو بایډن څخه یې مننه کړې چې په ټینګه د اسرائیل سره ولاړ دي.

دا لومړی ځل ندی چې په غزې کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت په شوار کې دا ډول پریکړه لیکونه ویټو کیږي.

تر دې وړاندې څلور نور پریکړه لیکونه هم لدې کبله چې یا یې ډیر ملاتړ نه درلود او یا روسیې، چین او متحده ایالاتو چې درې واړه یې ددې شورا بشپړ غړیو په توګه د رد حق لري، دا پریکړه لیکونه یې ویټو کړي.