متحدو ایالتونو او ونزویلا د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) یوه موافقه وکړه چې ۱۰ امریکایي بندیان د ولسمشر نیکولاس مادورو له یو نژدې همکار سره تبادله شي.
د ونزویلا د ولسمشر دغه نژدې همکارالکس ساب نومېږي، چې واشنګټن د تورو پېسو په سپینولو تورن کړی.
یو امریکایي چارواکي وویل چې د الکس ساب ازاد کول د ولسمشر جوبایډن لپاره ډېره سخته پرېکړه وه. ونزویلا به د الکس په بدل کې ۱۰ بندي امریکایان ازادوي او د ونزویلا ۲۰ سیاسي بندیان به هم پرېږدي.
د دې ترڅنګ، ونزویلا به «فاټ لیونارد» هم متحدو ایالتونو ته ستنوي، دې تورن دی چې د امریکا د بحري ځواکونو د فساد په یوې تر ټولو بدې رسوایۍ کې دخیل و.
ولسمشر بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «نن په ونزویلا کې بندي ۱۰ امریکایان پرېښودل شول او کور ته به ستنېږي. خوشحال یو چې د هغوی کړاو نن ختم شو.» د ولسمشر بایډن په اعلامیې کې د الکس پرېښودو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي چې امریکا ډاډ ترلاسه کړی «ونزویلا به خپله ژمنه پوره» کړي.
دا تبادله داسې مهال کېږي چې امریکا د ونزویلا په کیڼ اړخه حکومت باندې فشارونه کم کړي او په دموکراسۍ یې ټېنګار زیات کړی دی. واشنګټن د اکتوبر په میاشت کې د ونزویلا په حکومت باندې د تیلو او ګازو لګول شوی بندیز له هغه وروسته اسان کړ، چې مادورو له سیاسي اپوزیسون سره یوې معاملې ته ورسېده چې انتخابات به کوي.
بندیان څوک دي؟
سپینې ماڼۍ د څلورو پرېښودل شویو امریکایانو نومونه خپاره کړي دي چې جوزیف کریستلا، ایوین هرناندز، جرل کنمور او ساووي رایټ نومېږي.
امریکايي مقامات وايي چې الکس له خپل یو شریک سره په امریکا کې یوه شبکه لرله چې د ونزویلا له مرستو څخه به یې ناوړه ګټه اخیسته. دی او شریک یې تورن دي چې له ونزویلا څخه یې ۳۵۰ میلیون ډالر په متحدو ایالتونو اونورو ځایونو کې خپلو بانکي حسابونو ته استولي دي.
الکس د کولمبیا دی، د ونزویلا ولسمشر ورته تابعیت او د سفیر لقب ورکړي، چې په ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې په کیپ ویرد کې له نیول کېدو څلور میاشتې وروسته امریکا ته انتقال شو.
هغه وخت د ونزویلا ولسمشر امریکا ته د الکس د ستنولو په اړه قوي غبرګون ښودلی و او د امریکا له ملاتړه د برخمن اپوزیسون سره یې د سیاسي او اقتصادي کړکیچونو د ختمولو په اړه خبرې بندې کړې.
فاټ فرانسیس لونارډ بیا یو پوځي قراردادي و، چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په میاشت کې په کالیفورنیا کې له کورني توقیف څخه وتښتېده.
دی د مالیزیا دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې اعتراف کړی و چې د خپلې کښتۍ جوړونې د شرکت د رسمي کارونو او په امریکایي بېړیو کې د کار لپاره یې د بحري ځواکونو افسرانو ته د ۵۰۰زره امریکايي ډالرو د بډې ورکولو وړاندیز کړی و.
څارنوالان وايي چې هغه د امریکایي ځواکون څخه څه باندې ۳ میلیون ډالر ترلاسه کړيوو.