سپینه ماڼۍ: بایډن په دې شرط پوتین سره ګوري‌چې په اوکراین به برید نکوي

د امریکا او روسیې ولسمشران

سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس جو بایډن په اصولو کې موافقه کړې چې پدې شرط د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره غونډه کوي‌ چې روسیه به په اوکراین یرغل نکوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې تر دې ملاقات مخکې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ویني.

هغې وویل چې واشنګټن دپلوماسۍ ته اماده دی خو «که روسیه جګړه غوره کړي»، امریکا بیا د جدي‌ او سختو عواقبو وضعیت ته هم چمتو ده. نوموړې وویل داسې ښکاري‌ چې «روسیه په اوکراین باندې د ژر یرغل لپاره ټول چمتوالی» نیولی دی.


تر دې مخکې د فرانسې د جمهوري ریاست په اعلامیې کې چې دوشنبه فبروري ۲۱ (کب ۲) خپره شوې راغلې چې جمهور رئیس ایمانیول مکرون د ښاغلي پوتین او ښاغلي بایډن سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د دواړو هیوادونو (امریکا او روسیې) مشرانو په اصولو کې په غونډې موافقه کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د فرانسې جمهور رئیس د امریکا او روسیې د جمهور رئیسانو تر منځ د غونډې وړاندیز کړی او دا یې هم ویلي چې نور شریکان به هم سره ګوري چې په اروپا کې په ستراتیژیک ثبات او امنیت خبرې وکړي.

تر اوسه د غونډې نیټه نده ټاکل شوې خو د فرانسې د جمهوري ریاست په اعلامی کې ویل شوي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د خپل روسي انډول سره همدا را روانه پنجشنبه فبروري ۲۴ وګوري او د دواړو هیوادونو د مشرانو د غونډې محتوا به برابره کړي.

خو د فرانسې د جمهوري ریاست په اعلامیې کې ټینګار شوی چې دا غونډه یوازې پدې شرط کیدلی شي چې روسیه به په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل نکوي.

فرانسه پداسې حال کې د متحده ایالاتو او روسیې د جمهور رئیسانو د دې غونډې خبر ورکوي چې روسیې د اوکراین سره په ګډې پولې کې د ۱۵۰ زرو څخه ډیر سرتیري ځای پر ځای کړي او په تازه اقدام کې چې اندیښنې یې لا ډیرې کړي په بیلاروس کې یې د نظامي تمریناتو موده وغځوله.

سره لدې چې روسیې تل ټینګار کړې چې په اوکراین د یرغل پلان نلري او دا خپل مشروع حق بولي چې پخپلې خاورې کې دننه سرتیري هر ځای چې وغواړي ځای پر ځای کولی شي خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په وار وار خبرداری ورکړی چې په اوکراین د روسیې یرغل هر وخت پیښیدی شي.