له هغه وروسته چې د امریکا متحدو ایالتونو په چین کې د ژمي د اولمپیکي سیالیو سره دپلوماتیک بایکاټ اعلان کړ، د استرالیا او برېتانیا صدراعظمانو هم وویل چې د بیجینګ سیالۍ بایکاټ کوي.
واشنګټن وايي چې د چین له لوري د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله به یې حکومتي چارواکي په بېجېنګ کې د فبرورۍ په میاشت کې له اولمپیکي سیالیو سره دپلوماتیک پریکون کوي او دغه هیواد کې میشت دپلوماتان به یې په دغو سیالیو کې ګډون نکوي.
دا پرېکړه د واشنګټن او بېجېنګ ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره له څو اونیو خبرو اترو وروسته اعلان شوې ده.
چین خبرداری ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونه به د دغې پرېکړې «بیه پرې» کوي او بېجېنګ به د دغو اقداماتو ځواب ورکوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په پارلمان کې د برېتانیا له صدراعظم بوریس جانسن څخه وپوښتل شو چې ایا د واشنګټن په پل به قدم کېږدي؟ هغه وویل: «په بېجینګ کې به د ژمي له اولمپیکي سیالیو سره عملآ دپلوماتیک بایکاټ وي. هېڅ یو وزیر او چارواکی به په دغو سیالیو کې برخه نه اخلي.»
خو ښاغلي بوریس داسې اشاره ورکړه چې د برېتانیا وزرشکاران به په دغو اولمپیکي لوبو کې سیالي کوي. هغه وویل: «زه فکر نکوم چې ورزشي بایکاټ معقول دی او د حکومت تګلاره به پاتې وي.»
د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن هم د بیجینګ له اولمپیکي سیالیو سره بایکاټ اعلان کړی.
ښاغلي موریسن وویل دا پرېکړه یې ځکه کړې چې استرالیا د سینک یانګ په ایالت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د ادعاو په اړه د خبرو لپاره له چین سره د دپلوماتیکو چاینلونو په بیا پرانیستلو کې ستونزې ګالي. همدغه راز بیجینګ د استرالیا د وارداتو په وړاندې اقدامات هم کړي دي.
هغه وویل: «دا د حیرانتیا خبره نه ده او د استرالیا هېڅ حکومتي چارواکی به په دغو سیالو کې د ګډون لپاره چین ته نه ځي.»
د رویټرز خبري اژانس وايي د استرالیا د اولمپیک کمېټې ویلي چې دا بایکاټ به د دغه هېواد د ورزشکارانو په ترتیباتو او چمتوالي کوم اغیز ونکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل چې د استرالیا «سیاستوال په سیاسي مسائیلو» بوخت دي. هغه زیاته کړه، «که هغوی راځي یا نه راځي، هېڅوک یې کیسه کې نه دي.»
د امریکا د متحدو ایالتونو نورو ایتلافیانو لا په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
د چین حکومت تورن دی چې په سین یانګ کې یې اویغور مسلمانان په اجباري کمپونو کې بند کړي، د دېن پرېښودو او شاقه کارونو کولو ته یې مجبوري او نور بشري حقونو یې هم تر پښو لاندې کړي دي.
چین دا او د بشري حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي دي او هغه یې جوړې شوې ادعاوې بللې دي.