د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې امریکا د ویتنام سره سیالي کوي

د امریکا د فوټبال لوبډله د لوبې پیل کیدو څخه وړاندې تمرین کوي.

په نیوزلینډ کې د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې شنبه جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) د متحده ایالاتو د فوټبال ملي لوبډله د ویتنام د لوبډلې سره مخامخ کیږي.

امریکا تیر ځل د دې نړیوالو سیالیو اتلولي ګټلې او کوښښ یې دا دی چې د دریم ځل لپاره یې وګټي.

ها خوا بیا د ویتنام د ملي لوبډلې روزونکي ویلي چې د امریکا د لوبډلې سره مخامخ کیدل دومره سخت کار دی لکه د غره سره چې سړی مخ کیږي خو زیاتوي چې "بې حوصلې کیږي به نه".

د ویتنام د لوبډلې روزونکی وایي چې د امریکا سره مخامخ کیدل سخت دي خو لوبډله به یې بې حوصلې نشي.

دا لومړی ځل دی چې د ویتنام د ښځو د فوټبال ملي لوبډله په نړیوال جام کې برخه اخلي.

د دې لوبډلې روزونکي مایک ډوک چونګ وویل، " متحده ایالات یوه ډیره ډیره قوي لوبډله ده. د غره په شان ده خو دا پدې معنی نده چې مونږ به تسلیمیږو".

د ویتنام لوبډله د تایلند د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې په شان ده. تیر ځل چې امریکا او د تایلنډ لوبډلې په فرانسې کې په نړیوال جام کې مخامخ شوې وې، امریکا ۱۳ او تایلند هیڅ ګول نه و وهلی.

د دې سیالیو په پای لوبې کې امریکا هالنډ ته ۲-۰ ماتې ورکړله او د دویم ځل لپاره یې د ښځو د فوټبال د نړیوال جام اتلولي په پرله پسې توګه وګټله.

د ویتنام د فوټبال د ملي لوبډلې کپتانې نیو نهو ویلي چې لوبډله یې د امریکا سره مخامخ کیدو ته چتمو ده او له "هیڅ شي ډار" نلري.

په عین حال کې د امریکا د لوبډلې کپتانې لینډزي هوران ویلي چې د ویتنام سره لوبه جدي بولي او زیاتوي چې په ښې لوبې کولو سره غواړي چې سیالې لوبډلې ته خپل درناوی وښیي.

هوران د لوبې څخه یوه ورځ وړاندې په خبري کنفرانس کې وویل چې د ویتنام د لوبډلې څخه هم د ورته کړنې تمه لري.