متحده ایالات وایي په نایجر کې د انکشافاتو له کبله چې د دې هیواد پوځ په کودتا کې جمهور رئیس بې واکه کړ، ژوره اندیښنه لري او د زور له لارې د واک نیولو هڅه یې غندلې ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي جمعه جولای ۲۷ (زمري ۶) په خبري کنفرانس کې وویل چې د دې نظامي کودتا له لارې د افریقا په لویې وچې کې پروت هیواد سره د متحده ایالاتو همکاري په خطر کې ده، خو د دې تر څنګ یې هلته د دیپلوماسۍ لپاره په فرصت هم ټینګار وکړ.
د نایجیر پوځ د جولای په ۲۶ مې د دغه هېواد په ملي تلویزیون کې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې حکومت یې نسکور کړی او د هېواد واک یې ترلاسه کړی.
په نایجر کې بغاوت کوونکو د جمعې په ورځ په ملي ټلویزیون کې وویل چې د جمهوري ریاست د ګارډ مشر جنرال عبد الرحمن التشياني یې د هیواد د نوي جمهور رئیس په توګه ټاکلی.
جنرال التشیاني هم د جمعې په ورځ په ملي تلویزیون کې پداسې حال کې راڅرګند شو چې د نامه سره یې د هیواد د جمهور رئیس نوم لیکل شوی و.
هغه وویل چې د هیواد د خوندیتوب لپاره یې ملي شورا جوړه کړې.
بغاوت کوونکو همدرانګه وویل چې حکومت یې منحل کړی او اساسي قانون یې ځنډولی دی.
د پوځ دې غړیو همدرانګه د لنډې مودې لپاره د هیواد سرحدونه تړلي و او په ټول هیواد کې یې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګولی و.
جمهور رئیس بازوم چې دوه کاله وړاندې په دموکراتیکه توګه پدې هیواد کې د جمهور رئیس په توګه ټاکل شوی و، لا یې سرنوشت ندی څرګند خو د پوځ مشرانو د خلکو څخه غوښتي چې په هیواد کې د قانون درناوی دې وکړي او دموکراتیک نظم دې وساتي.
د نایجیر پوځ د دغه هېواد ولسمشر محمد بازوم په خپل رسمي ځای کې محاصره کړی و. د نایجیر د پوځ یو لوړ پوړي مشر امادو عبدرامین په یو تلویزوني بیان کې وویل: "موږ امنیتي او دفاعي ځواکونو... پرېکړه کړې چې د ولسمشر بازوم رژیم ته د پای ټکی کېږدو."
پدې ترڅ کې ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ وروسته له هغه د نایجر د ولسمشر محمد بازوم د ژر تر ژره خوشې کیدو او په هغه هیواد کې اساسي قانون ته د درناوي غوښتنه وکړه چې د نایجر پوځ د واک د ترلاسه کولو خبر ورکړ.
د متحده ایالاتو تر څنګ، د اروپایي ټولنې هیوادونو په ځانګړې توګه فرانسې هم دا کودتا غندلې ده.