امریکا په سرې بحیرې کې د حوثیانو تر ۱۲ ډیرې ډرون الوتکې او توغندي شنډ کړي

د متحده ایالاتو د دفاع وزرات سه شنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومي۵) ویلي په سرې بحیرې کې په کښتیو د حوثیانو لخوا وارې شوې ۱۲ ډرون یا بې پیلوټه الوتکې، درې د کښتیو ضد توغندي او دوه د ځمکې له لارې واریدونکو توغندیو بریدونه یې شنډ کړي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې پدې پیښې کې کښتیو او سیمې ته هیڅ زیان ندی رسیدلی او نه هم څوک پکې وژل شوي یا ټپي شویدي.

د امریکا د دې څرګندونو څخه وړاندې په یمن کې دیره حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، ادعا کړې وه چې په یوې کښتۍ یې برید کړی چې اسرائیل ته روانه وه.

د دې ډلې په اعلامیې کې ویل شوي چې په سرې بحیرې کې په سوداګریزي کښتۍ برید تر څنګ یې د اسرائیل په جنوب کې په نظامي اهدافو د ډرون یا بې پیلوټه التکو بریدونه کړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د اسرائیل پوځ هم تر اوسه د دې بریدونو په هکله څه ندي ویلي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت معلوماتو له مخې حوثیانو تر دې دمه په سرې بحیرې کې په سوداګریزو او نورو کښتیو تر ۱۰۰ ډیر د ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.

دا بریدونه د کښتیو تګ راتګ داسې سیمې کې کیږي چې د نړۍ ۱۲ په سلو کې سوداګرۍ همدلته کیږي.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې اسرائیل د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د دارو درملو او خوراکي موادو د ورتګ اجازه نه وي ورکړل شوي.

متحده ایالاتو تیره اوونۍ پدې بحیرې کې د حوثي شعیه یاغیانو بریدونو سره د مقابلې لپاره ۱۰ هیوادونو ائتلاف اعلان کړ چې بریتانیه، فرانسه، بحرین او ایټالیا پکې شامل دي.

واشنګټن په ایران تور پورې کوي چې پدې بریدونو کې د حوثیانو سره مرسته کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ایران په سرې بحیرې کې په د حوثي یاغیانو لخوا په کښتیو د بریدونو په پلان جوړولو کې "په ژوره توګه" لاس لري او په کښتیو د برید کولو لپاره حوثي یاغیانو ته یې استخباراتي معلومات ورکول یې مهم نقش لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې آدرین واټسن په یوې اعلامیې کې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه چې حوثي یاغیانو یې د کولو ادعا کړې ویلي، "مونږ پوهیږو چې ایران د دې عملیاتو په پلان جوړلو کې په ژوره توګه لاس لري".

میرمن واټسن په اعلامیې کې ویلي چې ایران د پخوا راهیسې د حوثي یاغیانو سره د موادو مرستې کوي او په سیمې کې د هغوي "بې ثباته کوونکي کړنې هڅوي".

خو ایران دا تورونه رد کړل او وایي حوثي یاغیان خپل وسایل لري او د دې ډول کړنو پریکړې پخپله کوي.