امریکا وایي ښایي د الجزیرې خبریاله اسرائیلو وژلې وي خو دا کار یې په قصدي توګه ندی کړی

د امریکا متحده ایالات دوشنبه جولای ۴ (چنګاښ ۱۳) دې نتیجې ته رسیدلي چې د الجزیرې خبریاله شرین ابو عاقله ښایي د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوې وي او د محاسبې غوښتنه یې کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې داسې هیڅ دلیل نشته اسرائیلي ځواکونو به دا کار په قصدي توګه کړی وي.

امریکا همدرانګه ویلي داسې ښکاره نتیجې ته نده رسیدلې چې معلومه کړي د مې د میاشتې په ۱۱مه په کومې مرمۍ چې دا خبریاله وژل شوې، له کومه ځایه واره شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس ددې مرمۍ د ارزیابۍ په هکله چې فلسطیني چارواکو امریکا ته سپارلې وه، په یوې اعلامیې کې ویلي، " د مرمیو د پیژندلو ماهرین دې نتیجې ته رسیدلي چې مرمۍ ډیره خرابه شوې وه او هغوي یې دیته پرې نښودل چې یوه ښکاره نتیجه تر لاسه کړي".

ابو عاقله چې په خټه فلسطینۍ امریکایۍ خبریاله وه او د الجزیرې تلویزیون لپاره یې کار کاوه په قبضه شوې لویدیځې غاړې کې یې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په هکله د راپور ورکولو لپاره تللې وه چې په ډزو کې ووژل شوه.

فلسطیني عینی شاهدان او د میرمن عاقلې همکاران وایي چې دا خبریاله اسرائیلي سرتیرو وژلې او په سیمه کې هیڅ وسله وال نه و.

دا مرمۍ فلسطیني چارواکو متحده ایالاتو ته د پلټنو لپاره سپارلې وه او په تحقیقاتو کې د اسرائیل د هر ډول نقش لرلو سره مخالفت ښودلی و.

په عین حال کې اسرائیلي چارواکي وایي چې دا خبریاله د وسله والو سره په جګړې کې وژل شوې او دا یې هم په جدي توګه رد کړې چې ګنې په قصدي توګه یې دا خبریاله په نښه کړې وه.

خو اسرائیل دا منلې چې یو سرتیري ښایي دا خبریاله په سهوې ویشتلې وي.

دا فلسطینۍ خبریاله د مې ۱۱ په قبضه شوې لویدیځې غاړې کې هغه وخت ووژل شوه چې په همدې سیمه کې یې د اسرائیل د امنیتي ځواکونو د یو چاپې په هکله د راپور ورکولو لپاره تللې وه.

د الجزیرې شبکې ادعا کړه چې دا خبریاله د اسرائیل لخوا په قصدي توګه په نښه شوې وه.

خو بل پلو بیا د اسرئیل صدراعظم نفتالي بنیت چې په لومړي سر کې یې ویلي ښایي دا خبریاله فلسطینیانو وژلي وي، وروسته یې وروسته یې خپله ادعا بدله کړله او وې ویل چې پدې هکله پلټنې کوي.

متحده ایالاتو د دې فلسطین الاصله امریکایي خبریالې د مړینې په هکله په پلټنو کې د شفافیت غوښتنه کړې.