د امریکا متحده ایالاتو دوشنبه جولای ۲۵ (زمري۳) د برما نظامي حکومت د سیاسي فعالینو او منتخبو چارواکو د اعدام کولو په خاطر وغنده او په حکومت یې غږ وکړ چې ژر تر ژره تشدد بند کړي.
امریکایي چارواکو ویلي چې برما ته ددې کړنو له کبله د سزا ورکولو په خاطر ټولې لارې چارې خلاصې دي چې د اقتصادي بندیزونو لګول هم پکې شامل دي ځکه ددې هیواد نظامي حکومت د همدې عاید څخه په تر لاسه شویو پیسو تشدد کوي.
د سپیڼۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا په اعلامیې کې ویل شوي، " متحده ایالات د برما د نظامي رژیم لخوا په ناوړه توګه د دیموکراسي پلوو فعالینو او منتخبو چارواکو اعدام کول په سختو ټکو غندي او په واکمنانو یې غږ کوي چې ټول هغه کسان چې په ناحقه نیول شوي، خوشې کړي او د برما د ولس د هیلو سره سم دې سوله ایزې دیموکراسۍ ته مخه شي".
د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "د غندنې وړ تشدد دا کړنې لا څرګندوي چې د برما رژیم بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته درناوی نلري".
په برما کې دولتي مطبوعاتو تیره ورځ وویل چې د دیموکراسۍ څلور فعالین یې په زندان کې اعدام کړي. نظامي حکومت پدې کسانو د حکومت په خلاف د ترهګرۍ د کړنو تور لګولی و.
د پوځي حکومت یو ویاند د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۳مې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د پارلمان پخوانی غړی فیو زیا تا او د دیموکراسۍ مشهور فعال کو جیمي چې دواړو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوي، د "زندان د قوانینو سره سم په دار وځړول شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم ددې کسانو اعدام کیدل غندلي او دا یې د یو شخص د ژوند کولو، آزادۍ او امنیت د حقونو څخه ښکاره سرغړاونه بللې.
د برما د پوځي حکومت مشرانو تیر کال د نظامي کودتا څخه وروسته چې د آنګ سان سوچي حکومت یې ړنګ کړ، د کودتا ضد لسګونه فعالان یې د مرګ په سزا محکوم کړي خو څو لسیزې کیږي چې پدې هیواد کې په چا د مرګ سزا تطبیق شوې نده.
د انګ سان سوچي د ملي لیګ ګوند دا غړی تیر کال د نومبر په میاشت کې ونیول شو او د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د ترهګرۍ د قوانینو له مخې د مرګ په سزا محکوم شو.
او د دیموکراسۍ فعال کیا مین یو ته چې په کو جیمي مشهور دی، ځانګړې نظامي محکمې عینی سزا ورکړله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د تیر کال د فبروري د میاشتې راپدیخوا چې نظامیانو په برما کې کودتا وکړه او واک یې تر لاسه کړی، تر اوسه یې تر ۲۱۰۰ ډیر کسان وژلي او څه باندې ۷ سوه زره نور مجبور شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.