د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ګاونډېو هېوادونو په چارو کې د روسیې چلند غندلی دی.
رېکس ټېلرسن په واشنګټن ډي سي کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا او اروپا دواړه د روسیي لخوا ورپېښو خطرونو ته متوجه دي.
ټېلرسن په خاصه توګه په ټاکنو کې د مداخلې او د غیر دیموکراتیکو پروسو په تقویت کې د روسیې پر رول سخته نیوکه وکړه ویې ویل: "د بالتیک هېوادونو سرحدونو ته نږدې د روسیې پوځي تمریناتو ته په کتو، له خپلو ملګرو سره په ګډه یوه برید ته زموږ د ځواب ورکولو د وړتیا اهمیت تر بل هر وخت مهم دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګرجستان او اوکراین کې د روسیې پوځي تیری وغانده، خبرداری یې ورکړ چې مسکو په ټولې اروپا کې په سیاسي پروسو کې د دخالت نیت لري.
ټېلرسن وایې چې پر روسیې به بندیزونه تر هغه وخته پورې لګیدلي وي چې اوکراین بیرته د یوه خپل هېواد په توګه پر خپلې ټولې خاورې حاکمیت ولري.
دغه امریکايي دیپلومات ویلي چې امریکا د روسیې تیلو او ګازو ته د اروپايي هېوادونو د اتکا د کمولو په خاطر به د اروپا لپاره خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي.
په پام کې ده چې ښاغلی ټېلرسن راتلونکې اونۍ په بروکسل کې د ناټو مشرانو په یوه غونډه کې برخه واخلي. یو شمیر کارپوهان وایې دغې غونډې ته به د امریکايي پلاوي پیغام ډیر قوي وي.
د امریکا د شمالي کارولینا په پوهنتون کې استاد کلاوس لارېس پدې نظر دی چې د امریکا ولسمشر له روسيې سره ښکاره اړیکې لري او ګمان نه کیږي چې یواځې د ټېلرسن خبرې په اروپا کې د امریکا ملګري خوشحاله او ډاډه کړي.
Your browser doesn’t support HTML5