یو شمېر امریکایي‌ وکیلانو او فعالانو روسیې د خبریالانو ضد اقدامات وغندل

په امریکا کې یو شمېر سناتورانو فعالینو د خبریالانو په ضد د روسیې د حکومت اقدامات غندلي دي.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د ممکنه مداخلې په هکله لا هم امریکايي‌ چارواکي‌ تحقیقات کوي، د امریکا د کانگرس غړو او فعالینو په مسکو کې د خبریالانو په ضد د حکومت په اقداماتو سختې نیوکي کړیدي.

د امریکا د هیلسنکي کمیسیون غړي چې په اروپا کې بشري حقونه او دیموکراسي څاري د چارشنبې په ورځ ( اکتوبر ٥) په سپینې ماڼۍ کې په روسیې کې ژورنالستانو ته د ورپیښو خطرونه په هکله غونډه وکړه.

د کانگرس غړي سټیو چیبوټ وویل چې د روسیې د ولسمشر پوتین ستراتیژۍ ته د نظرکتنې لپاره په دغه ملک کې ازادو او بېطرفه مطبوعاتو ته ضرورت دی. هغه وویل چې پوتین غواړي د هغه په پالیسو څوک انتقاد ونکړې شي.

سټیو چیبوټ وویل "مونږ د امریکا د دیموکراسۍ استاځیتوب کوو. پوتین غواړي په خپل ملک کې رسنۍ کنټرول کړي. مونږ خبریالانو ته داسې لارې چارې برابرو چې هغوي وکړی شي خپل فکر په ازادانه توگه بیان کړي."

د امریکا غږ مشرې امانډه بینیټ وویل چې د امریکا غږ د روسیې څانگه هم د دغه ډول مشکلاتو سره مخامخ ده. هغه وایي "د امریکا غږ د روسۍ ژبې څانگه د ١٩۴٧ نه کار کوي. زمونږ لپاره گواښونه څه نوي خبره نه ده. خو په وروستیو څو کلونو کې د روسیې حکومت ځورول زیات کړیدي. په روسیې کې یې خلکو ته د امریکا غږ په هکله منفي فکر جوړ کړیدی."

په کانگرس کې د دیموکرات گوند غړي ایډم شیف وایي چې هغه په روسیې کې د خبریالانو د ازادانه کار لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. امریکا غږ چې هم د کومو مشکلاتو سره مخ ده، د هغې په هکله به هم کار وکړي چې په سیمې کې شفافه او عادلانه رپورټونو خپرولو ته دوام ورکړي.