د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو خونې دیموکراتې استازی الهان عمر چې په غزه کې د اسرائیل د جګړې سخته منتقده ده د مینسوټا ایالت په لومړنیو انتخاباتو کې بریالۍ شوه او د استازو د خونې د یوې بلې دورې ګټلو ته یو ګام نږدې شوه.
میرمن عمر خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې هغه د دوی د حقونو لپاره د هغې جملې څخه د ښه هستوګنې او روغتیايي خدماتو ته لاسرسي لپاره چې د بشري حقونو یو عنصر دی، مبارزه کوي.
د مینیاپولیس ښار د شورا پخوانی غړی ډان سامویلز چې د آغلې عمر په وړاندې پاتې راغی، پر دغه مسلمانې وکیلې باندې یې په غزه کې د اسرائیل د جګړې په اړه د هغې په څرګندونو نیوکه وکړه. که څه هم الهان عمر پر اسرائیل د حماس په برید او یرغمل نیونې هم نیوکه کړې، خو دان سامویلز وویل چې د عمر دریځ یو اړخیز و.
دا لومړی ځل نه دی، چې الهان عمر او سامویل له یو بل سره سیالي کوي. په ۲۰۲۲ کال کې دوی سره د مینیاپولیس ښار له پنځمې حوزې څخه د استازو خونې د څوکۍ لپاره سیالي کړې وه، چې عمر هغه په لږ توپیر وګټله.
د راپورونو له مخې الهان عمر د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره شاوخوا ۶.۲ میلیون ډالر راټول کړي، پداسې حال کې چې سامویلز یوازې ۱.۴ میلیون ډالر ترلاسه کړي وو.
الهان عمر چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا د استازو جرګې غړی ده، د اسرائیل پر ضد د خپلو سختو څرګندونو له کبله له سختو مخالفتونو او نیوکو سره مخ شوی دی.
د امریکا د کانګرس د استازو خونې دوه کاله مخکې د بهرنیو اړیکو له کمیټې څخه د هغې د لیرې کولو لپاره رایه ورکړې وه.