امریکا په کیوبا کې خپلې کونسلي چارې بیا پيل کړې 

د امریکا او کیوبا بیرغونه

د امریکا متحدو ایالتونو په کیوبا کې نن چهارشنبه جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) خپلې کونسلي چارې بېرته پرانسیتې.

د امریکا سفارت اعلان کړی دی چې د خپل کار په سر کې د لاترۍ ویزو ګټوونکو غوښتنلیکونو او د مهاجرت د ویزو د چارو ترسره کولو ته ځای ورکوي، وايي یو شمېر کسان شته چې په امریکا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کېدو ته منتظر دي.

له کیوبا څخه امریکا ته ناقانونه مهاجرتونو ولسمشر جوبایډن اړ کړ چې له هغه هېواد څخه امریکا ته د مهاجرت په اړه نورې لارې چارې ولټوي.

د اټکل په اساس د امریکا سفارت په کیوبا کې هر کال ۲۰۰۰۰ ویزې صادروي، خو دا تر هغو خلکو ډېر کم دي چې هر کال د سیاسي او اقتصادي ستونزو له کبله په ناقانونه توګه امریکا ته راځي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶ د مارچ په ۲۰ د کانګرس له شاوخوا ۳۹ غړو سره یو ځای کیوبا ته سفر وکړ. تر ښاغلي اوباما مخکې د امریکا بل ولسشمر کلفین کولیج شاوخوا ۹۰ مخکې کیوبا ته سفر کړی و.

کیوبا ته د بارک اوباما له سفر وروسته، له څو لسیزو ترینګلو روابطو وروسته، امریکا په کیوبا کې خپلې کونسلي چارې پرانیستلې. خو په ۲۰۱۷ کې د امریکا د سفارت د ځینو دپلوماتانو له مرموزې ناروغۍ وروسته واشنګټن د کیوبا په مرکز هاوانا کې خپلې کونسلي چارې وځنډولې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط بیا دومره خراب شول چې د دونالډ ټرمپ د واکمنۍ په مهال په هاوانا کې د امریکا سفارت وتړل شو او په کیوبا باندې بندیزونه له سره پیل شول.

د جو بایډن حکومت په کیوبا باندې ځینې بندیزونه نرم کړي دي خو بیا هم د دواړو خواوو ترمنځ روابط ښه نه دي او د ګرځندوی او صادراتو او وارداتو په برخه کې بندیزونه په خپل حال دي.