د ساړه جنگ د اتومي وسلو سیالي څنگه پیل شوه؟

امریکا د ١٩۴٦ م کال دجون په پنځلسمه نیټه داتمی وسلو دبین المللی کنټرول دباروچ پلان ملگرو ملتونو ته وړاندی کړ.

ددغه پلان دناکامیدو په نتیجه کې دساړه جنگ په وخت کې دامریکا او شوروی اتحاد ترمنځ دخطرناکو اتمی وسلو سیالی پیل شوه .

امریکا د١٩۴٥ م کال داگسټ په میاشت کې په جاپان باندی دوه اتمی بمونه واچول.

امریکا لومړی هیواد شوی و چې دجنگ په وخت کې له اتمی وسلو نه یې کار اخیستی و. ددغو بمونو کامیابه استعمال نه یوازی دویم نړیوال جنگ پای ته ورساوه بلکه امریکا په دغو وسلو باندی انحصار پیدا کړ.

په داسی حال کې چې ددویم نړیوال جنگ دختمیدونه وروسته دامریکا او شوروی اتحاد ترمنځ دښمنی پیل شوه او دفقید جمهوررئیس هاری ایس ټرومن دحکومت په وخت کې جدی خبری شروع شوی.

ددفاع دوزیر هنری ار. سټیمسن او دتجارت دوزیر هنری والاس په شمول ځینو امریکايي مامورانو دا دلیل راوړه چې امریکا ته پکار ده چې دشوروی سره خپل اتمی سر شریک کړی.

دوی دا خبره هم کوله چې دامریکا د دوامداره انحصار په نتیجه کې به دروسېې شکونه زیات شی او بالاخره سر به ئې دوسلو سیالی ته اووځی. دبهرنیو چارو دمامور جورج ایف. کینن په شان نور ددغه دریځ سخت مخالف وو.

دغو کسانو اعلان کړه چې په شوروی باورنشی کیدای او دابه دامریکا حماقت وی چې دخپلی اتمی پټی گټې نه لاس واخلی.

ددغو دوه ډلو ترمنځ جنجال د١٩۴٦ م کال په سرکې هغه وخت څرگند شو چې امریکا دملگرو ملتونو داتمی انرژی دکمیسیو دجوړیدو پیشنهاد وکړ چې داتمی وسلو او ټکنالوجی په خپرو باندی بین المللی کنټرول ولگوی.

برنارد باروچې ته چې دشلمی پیړئ دسر نه راپدی خوا دامریکا دجمهوررئیسانو یو باوری سلاکار و، وظیفه ورکړل شوه چې دامریکا دپیشنهاد فارمول جوړ کړی اوملگروملتونو ته ئې وړاندی کړی. باروچ دهغو کسانو په خوا شو چې له شوروی نه ویریدل او دهغه په پیشنهاد کې دا ویره څرگنده شوی وه.

دهغه په پیشنهاد کې دا راغلی و چې د اتمی وسلودتولید په مرکزونو باندی دی بین المللی کنټرول او تفتیش وی مگر په څرگنده توگه ئې اعلان کړه چې امریکا به په اتمی وسلو باندی ترهغې پوری انحصار ولری ترڅو چې ددغه پیشنهاد هراړخ کار ورکړی . دا د حیرانتیا خبره نه وه، شوروی د باروچ پلان رد کړ.

امریکا بیا دشوروی پلان ردکړ چې ویلی په ټولو اتمی وسلو باندی دی بندیز ولگول شی.

د ١٩۴٩ م کاله پوری په اتمی وسلو باندی دبین المللی کنټرول په باره کې خبری کول ډیری وړاندی معلومیدی.

دهمدغه کال د سپټمبر په میاشت کې شوروي په بریالي توگه اتمي ازمایښت وکړ. په راتلونکو څوکلونو کې امریکا او شوروی دپخوا له بل هروخت نه داتمی وسلو ډارونکی جبهه خانی جوړی کړی چې پدی کې دهائډروجن بم او د MIRV داسی توغندی شامل وچې په یو وخت کې زیاتې اتمی کوپړۍ انتقالولی شی.