فدرالي قاضي: د امریکا نظامي معلوماتو افشا کوونکی به د محکمې تر ورځې په زندان کې وي

د ایف بي آی اجنټانو جیک ټکسیرا د اپریل میاشتې په ۱۳ مې په یو کور کې د کومې پیښې پرته ونیوه او د هماغې ورځې راپدیخوا په زندن کې دی.

د متحده ایالاتو یو فدرالي قاضي جمعه مې ۱۹ (غوایي ۲۹) حکم وکړ چې د ملي ګارډ ځواکونو یو غړی چې شک پرې دی چې په لوړه کچه محرم نظامي استخباراتي معلومات یې افشا کړی، د محاکمه کیدو تر نیټې پورې په زندان کې وي.

جیک ټیکسیرا چې ۲۱ کاله عمر لري او د ملي ګارډ په هوایي ځواکونو کې یې د ټکنالوژۍ د متخصص په توګه کار کاوه، پدې تورن دی چې د متحده ایالاتو داسې زیان رسوونکي اسناد یې افشا کړی چې په تیرې یوې لسیزې کې ساری نلري.

د ملي ګارډ دا غړی د جمعې په ورځ په داسې حال کې محکمې ته راوړل شو چې په لاسونو کې هتکړۍ وې او د زندان ځانګړي نارنجي جامې یې پر تن وې. په محکمه کې یې پلار او ځیني نور کسان هم حاضر و.

قاضي ډیوډ هینیسي د څارنوالانو او مدافع وکیلانو تر څرګندونو وروسته پخپل حکم کې وویل چې د شواهدو پر بنسټ باید هغه په زندان کې وساتل شي.

په حکم کې ویل شوي، "بهرني هیوادونه پوهیږي چې هغه (د ملي ګارډ غړی) متحده ایالاتو ته وفادار ندی او مدعي علیه د بل هیچا په هکله اندیښنه نه درلوده".

حکومتي څارنوالانو هم ټینګار کاوه چې ښاغلي ټیکسیرا لا هم محرمو معلوماتو ته لاسرسی لري او که د زندان نه خوشې شي دښمن هیوادونه یې ښایي د متحده ایالاتو څخه په تښتیدو کې مرسته وکړي او دا یې هم ویل چې هغه تر دې وړاندې هم د تشدد نه ډکې څرګندونې کړیدي.

حکومتي څارنوالانو دا هم ویلي چې د ملي ګارډ دې غړي د تیر کال نومبر په میاشت کې په ټولنیزو شبکو کې لیکلي و چې غواړي "زښته ډیر شمیر کسان ووژني".

څارنوالانو دا هم ویلي چې ټیکسیرا د یو بل ملګري څخه سلا مشوره غوښتې وه چې د موټر تر شا به د کوم ډول وسلې څخه کار اخیستل آسان وي او بیا یې په انټرنیټ کې د ډله ایزې وژنې په هکله معلومات هم لټولي و.

د محکمې په اسنادو کې د څارنوالانو له قوله ویل شوي چې د دې مشکوک افشا کوونکي سره بیلا بیل ټوپک او وسلې شته چې ځیني یې د خپل خوب د کټ لاندې ځای پر ځای کړي.


خو بل پلو بیا مدافع وکیلانو ویل چې مؤکل یې هیڅ ډول محرمو معلوماتو ته په اوس وخت کې لاسرسی نلري او دا چې حکومت د ګواښ په څرګندونو کې مبالغه کوي او د قاضي څخه یې غوښتل چې ټیکسیرا دې د محکمې تر وخته خوشي شي چې د خپل پلار سره ژوند وکړي.

د متحده ایالاتو د ماسیچوسیټ ښار د ملي ګارډ د هوایي ځواکونو دا غړی چې شک پرې دي په لوړه کچه محرم نظامي استخباراتي معلومات یې افشا کړي، د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې په ۲۳ مې د لومړي ځل لپاره محکمې ته حاضر شو چې پرې لګیدلي تورونه واوري.

په ۲۱ کلن جیک ټیکسیرا د جاسوسۍ فدرالي تورونه دي.

په جیک ټیکسیرا دوه جنایي تورونه دي چې یو یې د اجازې پرته د ځان سره د ملي دفاع معلومات ساتل او خپرول دي او بله یې د اجازې پرته د محرمو اسنادو خپرول او لیرې کول دي.

په هغه لګول شوی لومړی تور د متحده ایالاتو د جاسوسۍ د قانون لاندې راځي چې د عدلیې وزارت د محرمو معلوماتو د افشا کیدو قضیو په څیړلو کې ترې کار اخلي او که چیرته ښاغلي ټیکسیرا پدې تور کې مجرم ثابت شي، تر پنځلسو کالونو پورې بندي کیدی شي.

یو شمیر خبري ادارو چې افشا شوي اسناد یې کتلي وایي نور اسناد چې په آنلاین بنډار کې خپاره شوي هغه حساس معلومات دي چې ښیي متحده ایالات څه ډول د خپلو متحدینو او دښمنانو جاسوسي کوي.

ویل کیږي چې ټیکسیرا کورنۍ نظامي سابقه لري. هغه په ۲۰۱۹ کال کې په ملي ګارډ کې شامل شو او د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا په ماسیچوسیټ کې د ملي ګارډ د هوایي ځواکونو په اډې کې دنده درلودله.

سره لدې چې هغه په نظام کې ډیر وخت نه و تیر کړی خو تر ټولو د لوړې کچې د محرمو معلوماتو امنیتي جواز ورته ورکړل شوی و.