د افغانستان پاکستان او امریکا د اړیکو مثلث

د امریکا متحده ایالات او پاکستان هڅه کوي چې په خپلو دوو اړخیزو اړیکو کې یو نوی فصل پیل کړي. د دواړو هېوادونو اړیکې د څه مودې راهیسې خړې پړې دي. د دوشنبې په ورځ به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک مزاکرات چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او اسامه بن لادن د وژل کېدو له کبله درېدلي و، پيل شي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې راهیسي، د امریکا او پاکستان اړیکې د ترهګرۍ پرضد جګړې تعریف کړې. په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو جګړې د امریکا او پاکستان اړیکې زیاتې خړې پړې کړې خو اوس چې امریکا په افغانستان کې خپلې قواووې راکموي، د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې وخت یې رارسېدلی دی چې د پاکستان سره ستراتیژیک مزاکرت بیا پیل شي. ښاغلي کیري داسي وویل ،،د امریکا متحده ایالات د پاکستان د خلګو سره یوې اوږدمهالې ملګرتیا ته ژمن دی.،،

مبصرین وايي چې د افغانستان مسله به د اجنډا په سره کې وي کله چې د دواړو هېوادونو استاځي په واشنګټن کې خبرو ته سره کښېني.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې اهداف روښانه دي. هغه داسي وايي ،،ما او لومړي وزیر دواړو پر دې باندي موافقه وکړه چې د افغانستان ثبات او آرامي د امریکا او پاکستان دواړو په ګټه ده.،،

د چارو کارپوهان وايي چې وخت یې رارسېدلی دی چې د پاکستان سره په اړېکو کې تغییر راسي. د کونسل آن فارن ریلیشن د څیړنیز مرکز څخه د جنوبي آسیا د چارو کارپوه دنیل مرکي داسي وايي: ،،د دې پرځای چې پاکستان ته د افغانستان په جګړې کې د یوه فرعي لوبغاړي په سترګه وګورو مونږ ته په کار ده چې خپل لیدلوری پراخ کړو. مونږ باید پر دې باندي نور هم جدي فکر وکړو چې څنګه پاکستان په آسیا کې د امریکا د اوږدمهالو ګټو دپاره مفید ثابتېدای شي.،،

ولي د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې؟

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال خړې پړې شوې چې د امریکا کوماندوګانو د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژی. بله مسله چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې زیانمنې کړي دي په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې دي. د دغو بریدونو شمیر په دې ورستیو کې د پام وړ په اندازه را کم شوی دی خو په بشپړه توګه بند شوی نه دی. د احتجاج په ډول پاکستان د ناټو د ځینو کاروانونو مخه نیولې ده.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف داسي وايي ،،د پاکستان حکومت خپل دریځ روښان کړی دی چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان د ارزي تمامیت څخه سرغړونه ده.،،

امریکا د پاکستان سره په میلیاردو ډالره مرسته کړې ده خو سروې ګانې ښيي چې دغو مرستو په پاکستان کې د امریکا شهرت نه دی ښه کړی. د چارو کارپوهان وايي چې ښايي دا مرستې راکمې سي.

د امریکايي پوهنتون څخه پروفیسور جیمیس ګولډګایګر داسي وايي ،،تاسي پوهېږی چې کانګرس د پیسو په لګولو کې د احتیاط څخه کار اخلي او هر چیري چې د امریکا د پیسو د لګولو قدرداني ونشي هلته د کانګرس قانع کول ستونزمن کار وي.،،

د یادونې وړ ده چې پاکستان یو غټ پوځ لري او پوځي تګلاره یې د هند له خوا د پوځي ګواښ تر تاثیر لاندي راغلې ده. د چارو کارپوهان وايي چې امریکا اندېښنه لري چې پاکستان باندي د تاکتیکي کچې اټمي وسلې جوړې کړي. په مجموع کې په لنډمهاله کې به د امریکا او پاکستان اړیکو ته د افغانستان ماموریت شکل ورکوي خو توقع یې کېږي چې دا هر څه په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د ختمیدو سره بدل شي.