امریکایي چارواکي: د عراق او ایران جنس په جنس سوداګري ښایي د امریکا د بندیزونو څخه سرغړاونه وي

عراق ویلي چې د ایران څخه د وارد شوي ګاز په بدل کې به دې هیواد ته تیل ورکوي چې د امریکا د بندیزونو څخه بچ شي.

د متحده ایالاتو د حکومت درې پخواني چارواکي وایي د جنس پر جنس سوداګرۍ موافقه چې د عراق صدراعظم محمد شعیه السوداني په روانې اوونۍ کې په ډاګه کړه ښایي د متحده ایالاتو د هغو بندیزونو څخه سرغړاونه وي چې په ایران لګیدلي دي.

سره لدې چې د عراق صدراعظم د تیرې سه شنبې په ورځ ویلي و چې پدې هکله د امریکا سره موافقې ته رسیدلی خو لا هم د دې موافقې ټول جزیات ندي په ډاګه شوي او دغو چارواکو ویلي که متحده ایالات ددې معاملې لپاره د معاف کیدو اجازه ورنکړي د بندیزونو څخه به سرغړاونه وي.

د موافقې له مخې عراق د هغو طبیعي ګازو په بدل کې چې دا هیواد د خپلو برښا کوټونو فعال ساتلو لپاره ورته سخته اړتیا لري، خام تیل ورکوي.

په موافقې کې دا هم ویل شوي چې همدا تیل به د هغو پیسو په بدل کې هم ایران ته ورکړل شي چې د څو کالونو راپدیخوا په عراق د ګازو له کبله پور پاتې دي.

رچارډ ګولډبرګ چې د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د ملي شورا غړی و وایي د عراق سره دا ډول موافقه به د " ایران د آزادۍ او ښیرازۍ ضد قانون" څخه سرغړاونه وي چې ایران د انرژۍ د هر ډول راکړې ورکړې څخه منع کوي.

ښاغلي ګولډبرګ زیاته کړه د عرق او او ایران تر منځ جنس په جنس سوداګري یوازې په هغه صورت کې کیدی شي چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا یې اجازه ورکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۲۱ مې نیټې د ابرا یو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې عراق ته ۱۲۰ ورځې وخت ورکول کیده ایران ته یوازې د وارداتي برښنا په بدل کې پیسې ورکړي پدې ابرا لیک کې د برښنا په بدل کې د ګازو ورکول ندي شامل.

د امریکا د حکومت یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د معافیت دا سند عراق ته د ایران څخه یوازې او یوازې د برښنا اخیستو اجازه ورکوي او بس.

په مطبوعات کې داسې آوازې هم خپرې شوي چې ښایي د معافیت دا سند اصلاح شي او د عراق او ایران تر منځ د جنس پر جنس سوداګرۍ ته اجازه ورکړل شي خو د متحده ایالاتو د حکومت دې چارواکي پدې هکله د تبصرې کولو څخه ډډه وکړله.

هغه زیاته کړه،" مونږ پدې موقف کې نه یو چې د دې معافیت په هکله نورې پریکړې په ډاګه کړو او د عراق او ایران تر منځ د جنس پر جنس موافقې د راپورونو په هکله د تبصرې لپاره څه نلرو".

په واشنګټن کېد عراق سفارت هم پدې هکله تر اوسه تبصره نده کړې.

د ایران ګاز په عراق کې د برښنا د تولید لپاره مهم دي او د پیسو پر ځای د تیلو په ورکولو سره به د هغو بندیزونو څخه هم بچ شي چې واشنګټن په ایران لګولي.

د موافقې له مخې عراق د دې ګازو په بدل کې ایران ته په مستقیمه توګه نغدې پیسې نشي ورکولی او ایران هم باید دا پیسې په یو بانکي حساب کې وساتي او یوازې د خوراکي موادو او دارو درملو پیرولو لپاره ترې کار واخلي.


د پیسو د ورکړې همدې سیستم له کبله عراق د ایران دومره ډیر پوروړی شو چې ایراني چارواکو څو ځله د ګازو نلونه بند کړل او په بغداد ګاز بند شول.

له یوې خوا څو لسیزې جګړې او له بلې خوا نړیوالو بندیزونو عراق چې د تیلو له پلوه غني هیواد دی باید د خپلې برښنا دریمه برخه اړتیا د ایران څخه په وارد شوي ګاز پوره کړي، له بلې خوا پراخ اداري فساد او له کاره لویدلې زیربنا هغه څه دي چې دا هیواد یې اړ کړي د نورو هیوادونو څخه ګاز وارد کړي.

عراق یوازینی هیواد ندی چې د ایران څخه ګاز د بارټر یا جنس د جنس په بدل کې سوداګرۍ له مخې اخلي. تر دې وړاندې پاکستان هم د ایران، افغانستان او روسیې څخه په دریو واړو یې امریکا بندیزونه لګولي جنس پر جنس سوداګري ته اجازه ورکړه.

پاکستان ویلي وو چې د یو میکانیزم له مخې ۲۶ بیلا بیل مواد لیست شوي چې په پاکستان کې شخصي او دولتي شرکتونه کولی شي افغانستان، ایران او روسیې ته یې صادر کړي او په بدل کې به یې پاکستان د دغو دریو واړو هیوادونو څخه خام تیل، طبیعي مایع ګاز، میوه، غنم، صنعتي ماشین آلات او سبزیجات وارد کړي