د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د بحري ځواکونو د مشرۍ لپاره امیر البحره لیسا فرانچتي نومولې او که چیرته د کانګرس لخوا د دې مقام لپاره تائید شي د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ میرمن وي چې د اردو د یوې څانګې مشري کوي.
سره لدې چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د دې مقام لپاره په آرام سمندر کې د بحري ځواکونو د قطعې اوسنی قوماندان سمیول پاپیرو د نومول کیدو وړاندیز کړی و، خو جمهور رئيس جو بایډن دا میرمن نومولې چې د قوماندې تر څنګ پراخه اجرائیوي تجربه هم لري.
په بحري ځواکونو کې دننه هم ګڼ شمیر کسان میرمن فرانچیتي د دې مقام لپاره غوره او پر ځای ټاکنه بولي.
امیر البحره لیسا فرانچتي چې اوس د بحري ځواکونو د عملیاتو د څانګې مرستیاله ده د لوی درستیزانو په کمیټه کې به لومړنۍ میرمن وي چې د پوځ د یوې څانګې مشري کوي.
د سپينې ماڼۍ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې جمهور رئیس بایډن غواړي په آرام سمندر کې د بحري ځواکونو د قطعې قوماندان امیر البحر سمیول پاپیرو د هند –آرام سمندر د قطعې مشري وکړي.
میرمن فرانچتي په لوړه کچه د اداري او پالیسۍ په برخې کې تجربه لري او د بحري ځواکونو د دندې پر مخ وړلو او بودجې جوړولو کې به ورته کار کول خورا آسان وي.
خو د دې ټولو تجربو سربیره ښایي په کانګرس کې د میرمن فرانچتي ټاکل کیدل د نورو سلګونو نظامي منصبونو په شان وځنډول شي ځکه چې د سنا په مجلس کې د الباما استازي ټامي ټوبرویل چې د دفاع وزارت د پالیسۍ په یوې برخې اعتراض لري د دې نظامي افسرانو د تائید کیدو بهیر هم بند کړی.
د وزارت دا پالیسي هغو نظامیانو ته سفر خرچ ورکوي چې که غواړي بل ایالت ته د سقط جنین او یا اولاد زیږولو اړوند روغتیایي خدماتو تر لاسه کولو لپاره په سفر په ولاړ شي.
د بحري ځواکونو اوسنی قوماندان امیرالبحر مایکل ګیلډي د پلان سره سم په راتلونکې میاشت کې تقاعد کیږي او تر څو چې ددې مقام لپاره بل څوک ټاکل شوی نه وي، میرمن فرانچتي به د دې ځواکونو سرپرسته مشره وي.