د متحده ایالاتو پوځ په سرې بحیرې کې یوه بله ډرون الوتکه نسکوره کړې

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګان شنبه جنوري شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې د سرې بحیرې په نړیوالو اوبو کې یې یوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه ویشتلې چې سوداګریزو کښتیو ته نږدې شوې وه.

د دې برید څخه یوازې څو ورځې وړاندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ۱۲ هیوادنو ائتلاف په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو ته چې ایران یې تر شا ولاړ دی په سرې بحیرې کې په کښتیو د بریدونو دوام په هکله خبرداری ورکړی و.
د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې په سرې بحیرې کې د امریکا د پوځ جنګي کښتۍ دا بې پیلوټه الوتکه له منځه وړې چې په یمن کې دیره حوثي یاغیانو توغولې وه.

قوماندانۍ همدارنګه ویلي چې پدې پیښې کې چا ته زیان ندی رسیدلی.

د متحده ایالاتو پوځ د Laboon په نامه تبا کوونکې کښتۍ وروسته تر هغه دې سیمې ته واستوله چې د اسرائیل- حماس جګړه پیل شوه او متحده ایالاتو په سیمې کې یو شمیر هیوادونو او ډلو ته خبرداری ورکړی و چې د دې شخړې پراخیدو کوښښ دې نکوي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې حوثي یاغیانو په سرې بحیرې کې په کښتیو او اسرائیل تر ۱۰۰ ډیر توغندي وار کړي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.

حوثي یاغیانو له سرې بحیرې څخه تېرېدونکې کښتۍ په نښه کوي‌ او وايي چې دا کار د غزې په ننګه کوي. له دغې لارې څخه د نړۍ ۱۲ په سلو کې تجارتي توکي انتقالېږي او په دغو بریدونو سره د انتقال دا بهیر له خطر سره مخامخ شوی دی.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې اسرائیل د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د دارو درملو او خوراکي موادو د ورتګ اجازه نه وي ورکړل شوي.

واشنګټن په ایران تور پورې کوي چې پدې بریدونو کې د حوثیانو سره مرسته کوي خو ایران دا تورنه نه مني او وایي حوثي یاغیان دا پریکړې پخپله کوي.