امریکايي مقامات وايي یمن کې یې په حوثیانو نوي بریدونه کړي

په یمن کې په ۲۰۱۶ کې د امریکا د پوځ په یو برید کې وېشتل شوې سیمه کې.

امریکايي مقامات وايي چې پوځ یې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو باندې یې له کښتیو او اوبتلونو څخه د میزایلو نوي بریدونه کړي دي.

هغو امریکايي چارواکو چې په دې اړه معلومات ورکړي نه یې غوښتل چې نومونه یې خپاره شي. دا بریدونه د سرې بحیرې څخه شوي او د چارواکو په خبره څه باندې لس ځایونه وېشتل شوي دي.

د حوثي یاغیانو تلویزون «المسیره» په خپل ټیلګرام حساب کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې د «ذمار، الحديدة ، تعز، البيضاء او صعدة ولایتونه» په نښه شوي دي.

فرانس پرس اژانس د حوثي یاغیانو د ویبسایټ «سبا» د راپور په اساس لیکلي دي چې متحدو ایالتونو او بریتانیا په یمن کې نوي بریدونه کړي. په دغو بریدونو کې لا د دقېقو تلفاتو او زیانونو په اړه راپور وکړل شوی نه دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې د میزایل توغولو ځایونه په نښه شوي، ځکه چې «د تجارتي بېړیو او په سیمه کې د امریکا د بحري ځواکونو کښتیو ته ژر پېښدونکی خطر» و.

دا په څو ورځو کې څلورم ځل دی چې امریکا په یمن کې د حوثي یاغیانو هدفونه په نښه کوي او د راپورونو په اساس تر دې دمه یې څه باندې ۶۰ هدفونه وېشتلي دي. امریکا تازه اعلان وکړ چې په سرې بحیرې کې په کښتیو باندې د بریدونو له کبله یې حوثي یاغیان بیا د «ترهګرو» په لیست کې شامل کړي.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون وايي چې له خپل ایراني سیال حسین امیر عبدالهیان سره یې خبرې کړې او په هغه یې فشار راوړی چې ایران باید په یمن کې د حوثيانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

کیمرون په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «ایران باید حوثي یاغیانو ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو ورکول بند او له خپل نفوذ څخه کار واخلي چې په سرې بحیر کې د حوثیانو بریدونه بند شي. ایران باید د سیمې په وضعیت سره خپل بې باکه عمل او د نورو د حاکمیت څخه سرغړونه پټ نه کړي. ما دا خبره په واضحه توګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان ته وکړه.»

امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو له حوثیانو څخه غوښتي وو چې په سرې بحیرې کې په تجارتي کښتیو باندې بریدونه بند کړي. حوثي یاغیان ادعا کوي چې د اسرائیل او په دغه هېواد پورې اړوندې کښتۍ په نښه کوي او تر څو پورې چې په غزې کې د اسرائیل عملیات روان وي، د دوی بریدونه به هم روان وي.

د نړۍ تقریباً ۱۲ په سلو کې د سوداګرۍ بېړۍ او کښتۍ د سرې بحیرې د باب المندیب له تنګي څخه تیریږي چې د یمن جنوب لویدیځ او جیبوتي تر منځ دی. په دې وروستیو کې د حوثي یاغیانو د بریدونو له کبله دا تجارتي تګ راتګ ټکنی او ګډوډ شوی دی.