امریکایي ځواکونو سرې بحیرې کې د حوثیانو ۶ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ جمعه جون ۲۱ ( چنګاښ لومړۍ) ویلي چې په سرې بحیرې کې یې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي شعیه یاغیانو شپږ بې پیلوټه یا ډرون الوتکې له منځه وړي دي.

د سنټکام دې اعلامیې څخه یوه ورځ وړاندې تائید شوه چې پدې بحیرې کې ډوبه شوې سوداګریزه کښتۍ هم حوثي یاغیانو ویشتې وه چې د کښتۍ یو عمله هم پکې وژل شوی و.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې بریدونو کې امریکایي ځواکونو، ائتلافي همکارانو او سوداګریزو کښتیو ته کوم زیان ندی اوښتی خو دا یې ویلي چې د حوثیانو بې پیلوټه الوتکې جدي خطر دی.

د امریکایي ځواکونو دې بریدونو څخه وړاندې د بریتانیې سمندري سوداګرۍ عملیاتي ادارې ویلي و چې د یونان یو شرکت پورې اړونده کښتۍ پاتې شوني او تیل یې لیدلي چې حوثیانو ویشتې او ګمان کوي چې دا کښتۍ به ډوبه شوي وي.

حوثیانو دا کښتۍ دروانې جون میاشتې په ۱۲ مې نیټې ویشتې وه او په کښتۍ کې د سوریانو پیدا کیدو له کبله عملې دا کښتۍ پریښې وه او تښتیدلي و.

حوثیانو هم د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ په کښتۍ باندې د برید ویډیو خپره کړې وه.

په یمن کې میشت حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د تیر کال نومبر میاشتې راهیسې یې په سرې بحیرې او عدن خلیج کې په سوداګریزو او نورو کښتیو د ډرون او توغندیو بریدونه پيل کړي او وایي دا کار په غزې کې د فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په خاطر کوي.

په کښتیو د حوثیانو دې بریدونو د کښتیو تګ راتګ په یوې مهمې لارې کې امنیتي ستونزې پیدا کړي چې له همدې کبله متحده ایالاتو او بریتانیې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثیانو په وسلو او نورو نظامي تاسیساتو هوایي بریدونه پیل کړي چې هغوي په نظامي لحاظ کمزوري کړي او پرې نږدې چې دا ډول بریدونه جاري وساتي.

د حوثیانو دې بریدونو له کبله نه یوازې دا چې د سوداګریزو کښتیو بیمه بیخي ډیره لوړه شوې بلکې همدارنګه اوس کښتۍ د سرې بحیرې پر ځای د افریقا لویې وچې په جنوب کې اوبو کې تیریږي چې ډیره اوږده ده او له همدې کبله یې لګښت ډیر شوی.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د یمن حوثي یاغیان د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره د ملاتړ او پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې د امریکا د کښتیو په ګډون پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.

دغو یاغیانو ګواښ کړی دی چې تر هغو به پر کښتیو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیل عملیات بند نه شي.

د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په سوداګریزو او نظامي کښتیو د حوثیانو همدې بریدونو په پایله کې د متحده ایالاتو او بریتانیې ځواکونو په یمن کې دننه ددې یاغیانو په مرکزونو هوایي بمبارۍ پیل کړلې تر څو هغوي په نظامي لحاظ کمزوري او دیته پرې نښودل شي چې دا ډول بریدونه روان وساتي