د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتېس د سوریې د کیمیاوي وسلو په له منځه وړلو کې روسیه ناکامه بللې ده.
ښاغلي ماتېس د دوشنبې په ورځ [اپریل ۹] ویلي چې په کیمیاوي وسلو د مشکوک برید په ځواب کې دی د سوریې پر ضد د امریکا د نظامي اقدام خبر نه ردوي.
له ماتېس څخه پوښتنه وشوه چې آیا امریکا به په یو انتقامي برید کې په سوریې کې بمبارۍ پیل کړي؟ وویل: "زه اوس هیڅ شی نه ردوم."
د شنبې په ورځ د سوریې مرکز دمشق ته نږدې په یوې سیمې کې د کیمیاوي وسلو د مشکوک برید خبر ورکړل شو. فعالان، د ژغورنې مامورین او ډاکټران وایې چې په دوما کې برید لږترلږه ۴۰ کسان وژلي دي. دغه رئپوټونه په مستقله توګه تائید شوي نه دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د برید په هکله د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده او د امریکا ولسمشر له خپل امنتي ټیم سره دوه غونډې کوي.
امریکايي چارواکي په داسې وخت کې د سوریې پر حالاتو بحث کوي چې روسانو او د سوریې پوځ په مرکزي سوریې کې پر یوې پوځې اډې د راکټ د ویشتلو په خاطر اسرائیل ته د پړې ګوته نیولې ده. دغه دوه متحدین وایې چې د اسرائیلو جنګي طیارو د لبنان له فضايي حریم څخه پوځي اډه په بمونو وېشتلې ده.
یوه څارونکې ډله چې د سوریې کورنۍ جګړه تعقیبوي خبر ورکړی چې په پېښې کې د ایرانیانو په شمول ۱۴ کسان وژل شوي دي.
Your browser doesn’t support HTML5