د اسرائیل او امریکا خبرداری : د ایران برید به 'جدي عواقب' ولري

متحده ایالات وایي په اسرائیل باندې د ایران توغندیو برید ته د ګډ ځواب ویلو لپاره د اسرائیلی چارواکو سره خبرې کوي او تهران ته یې د جدي عواقبو خبرداری ورکړی.

اسرائیل ویلي چې ایران یې په خاورې دوشنبه اکټوبر لومړۍ ( تلې لسمه) ۱۸۰ بالاستیک توغندي وار کړي او زیاتوي چې ډیری توغندي د هوایي دفاع سیسټیمونو لخوا شنډ شویدي او خبرداری یې ورکړی چې ایران به ددې برید قیمت ادا کاندي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د ایران له برید وروسته یو ځل بیا د اسرائیل سره "بشپړ ملاتړ" ښودلی او دا یې هم ویلي چې ددې توغندیو برید ته د ځواب ویلو په هکله به د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو سره خبرې وکړي.

یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د ایران لخوا وار شوي توغندي د اسرائیل په خاورې کې لګیدلي دي او یو څو یې په اردن کې هم لګیدلي خو د مرګ ژوبلې باره کې څه ندي ویل شوي.

نتینیاهو په ویډیویي پیغام کې چې سه شنبه ناوخته یې د کابینې غړیو ته استولی ویلي چې په تهران کې مشران د اسرائیل له ارادې ندي خبر او دا خبرداری یې ورکړی چې "هغوي به پوه شي".


د یوې پوښتنې په ځواب کې چې متحده ایالات او اسرائیل به د ایران توغندیو ته څه ډول ځواب ووایي، ښاغلي بایډن وویل، " پدې هکله فعالې خبرې روانې دي او وبه وکتل شي".

بل پلو ایران خبرداری ورکړی که د هر هیواد ځواکونه یې د اسرائیل په استازیتوب په خاورې کې مداخله وکړي، دوي به پرې برید وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د اسرائیل د پوځي مقاماتو له خولې ویلي دي چې تقریبآ ۲۰۰ میزایل له ایران څخه د اسرائیل په لوري توغول شوي دي، خو د اسرائیل رسنۍ وایي چې له ایران څخه ۴۰۰ توغندي توغول شوي.

د اسرائيل پوځ د بنګ ګورین نړیوال هوايي ډګر څخه او یا له هغه څخه د پروازونو د بندولو خبر ورکړی دی.

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی دی چې دا میزایل یې د حماس او حزب الله د ډلې د مشرانو اسماعیل هنیه او حسن نصرالله او د ایران د یو پوځي مشر عباس نیلفروشان د وژنې د غچ اخیستو لپاره په اسرائيل توغولي دي.

دا مطلب هم ولولئ امریکايي ځواکونو ته د بایډن لارښوونه: په اسرائيل د ایران توغول شوي میزایل نسکور کړئ

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي چې د اسرائیل په سوداګریز پایتخت تل ابیب کې یې درې نظاميې اډې په نښه کړې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اکس په شبکې کې لیکلي چې "که اسرائیل د بل ځواب ویلو بلنه ورنکړي، د ایران کړنه پای ته رسیدلې".

د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي چې په اسرائیل یې برید په لبنان کې د حزب الله مشر، حسن نصرالله او په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه وژلو په غبرګون کې کړی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مشر جیک سلیوان د سه شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران کړنه د "پام وړ کړکیچ ډیروالی" دی او د جدي عواقبو خبرداری یې ورکړیدی.

ښاغلي سلیوان د عواقبو څرنګوالي په هکله څه ندي ویلي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر ویلي چې د عواقبو پریکړه به د اسرائیل سره د سلا مشورو پر اساس وشي.

لا څرګنده نده چې آیا امریکا به د اسرائیل په استازیتوب په ایران برید وکړي او پدې هکله هم څه ندي ویل شوي چې برید له کوم ځای څخه کیږي خو د دفاع وزرات یا پنټاګان همدا تیره ورځ وویل چې منځني ختیځ ته زرګونه سرتیري او اضافي نظامي وسایل استوي چې جنګي جیټ الوتکې هم پکې شاملې دي.

ها خوا بیا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش په یوې اعلامیې کې په منځني ختیځ کې د شخړې پراختیا د مخنیوي غوښتنه کړې.