بلینکن محمود عباس ته: د فلسطین د دولت د جوړیدو لپاره د "مثبتو ګامونو" ملاتړ کوو

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر، محمود عباس او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن (کيڼ لوری)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتونی بلینکن د چهارشنبې په ورځ، جنوري لسمه (مرغومی ۲۰مه) د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس سره په کتنې کې وویل، چې واشنګټن د فلسطیني دولت د جوړولو په لور د 'مثبتو ګامونو' ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، بلینکن له ښاغلي محمود عباس سره په خبرو کې یوځل بیا د واشنګټن پر اوږدمهاله دریځ، چې یو فلسطیني دولت باید "د اسرائیل تر څنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي" ټینګار وکړ.

دا کتنه په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا متحده ایالتونه هیله لري د حماس له سخت دریځې ډلې سره د اسرائیل د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د عباس په مشرۍ د فلسطین خپلواکه اداره د غزې د تړانګې اداره پرغاړه واخلي.

په ۱۹۹۰ لسیزې کې د اوسلو له موافقې وروسته د فلسطین دولت د رامنځته کیدو تمه کیده، خو دغه موافقه تر اوسه عملي شوی نه دی. بلخوا د اسرائیل حکومت هم په دې اړه د خبرو اترو بیا پیلولو ته لېوالتیا نه ده ښودلې او همدارنګه د ښاغلي عباس په مشرۍ د فلسطین خپلواکې ادارې او د حماس ډلې په دې اړه بېلابېل نظرونه درلودل.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له محمود عباس سره په دغه کتنه کې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې "د زیاتیدونکي بې ثباتۍ" یادونه وکړه، چیرې چې په وروستیو میاشتو کې سلګونه فلسطینیان د اسرائیل د پوځ او د یهود میشتو ښارګوتو د اوسیدونکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

خو اسرائیل ټینګار کوي چې د حماس ډلې لخوا د اکتوبر د اوومې نیټې ناڅاپي برید د مخنیوي په موخه په لویدیځه غاړه کې فلسطینی شکمن وسله وال په نښه کوي. د حماس سخت دریځه ډله د امریکا او اروپا د تروریستي ډلو په لیست کې ده.

د سیمې د ثبات لپاره د امریکا د هڅو د یوې برخې په توګه، بلینکن له اسرئیل څخه وغوښتل چې ددغه سیمې عواید فلسطینیانو ته ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر وویل، بلینکن "د متحده ایالاتو په دریځ باندې په ټینګار سره له اسرائیل څخه وغوښتل، چې د مخکنیو تړونونو پر بنسټ ددغه هېواد لخوا راټول شوي ټول فلسطینی عواید باید په دوامداره توګه فلسطیني ادارې ته ورکړل شي."

اسرائیل له څو کلونو راهیسې فلسطیني بندیانو ته د دغو عواید د یوې برخې د ورکړې او یو لړ نورو موضوعاتو په ګډون په تیره بیا په غزه کې د جګړې له امله، فلسطینیانو ته د دې پیسو له ورکولو ډډه کړې ده.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر، محمود عباس، د اسرائیل او حماس ترمنځ د روانې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې د راتلونکي په اړه انتوني بلینکن ته وویل: "غزه د فلسطیني دولت نه بېلېدونکې برخه ده او موږ ته له لویدیځې غاړې، بیت المقدس او د غزې له تړانګې څخه د خپل ولس د وتلو هر ډول هڅه د نه منلو ده. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیز انتوني بلینکن، همدرانګه د سه شنبې په ورځ په تل ابیب کې د اسرائیلي مقاماتو سره په کتنه کې د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې او غزې ته د بشري مرستو د انتقال لپاره د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه.

بلینکن په دې کتنه کې له اسرائیل څخه وغوښتل چې له اعتدال خوښونکو فلسطيني مشرانو سره کار وکړي او زياته يې کړه چې د سيمې هېوادونه به يوازې هغه مهال د غزې په بيارغونه کې پانګونه وکړي چې د فلسطيني دولت د جوړولو لپاره لاره هواره شي.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له لویدیځې غاړې څخه مصر ته ولاړ شي.