کېري: ایران ته استول شوی لیک ناسنجیده و

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې د ایران سره د اټمي موافقې په مخ کې خنډونه د تخنیکي بڼې نه ډیر سیاسي بڼې لري. ښاغلي کیري ژینو ته د سفر نه مخکي دغه خبره کړې ده. ټاکل شوې ده چې هغه په سویس کې د ایران د اټمي پروګرام په هکله په نړیوالو مزاکراتو کې برخه واخلي. خو د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا ایران ته استول شوی لیک په خبرو کې یو خنډ بلل کېږي.

د ایران سره د کلونو مزاکراتو برخلیک به په راتلونکو دوو اونیوو کې معلوم شي. د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري چې په مصر کې یې خبرې کولې، د ایران د اټمي پروګرام په هکله یوې نتیجې ته د رسیدو دپاره چې هر څه وي، بې صبره معلومیدی.

هغه د امریکا د سي بي اس تلویزوني چینل سره په ځانګړي مرکې کې داسې وویل ،،مونږ دوه کاله کېږي چې په دې برخه کې مزاکرات کوو. ایران وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی. که چیري سوله ایز وي نو راځیْ چې یوه موافقه لاس لیک کړو او زما هیله دا ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا خبره ممکنه شي.،،

ایران د جمهوري غوښتونکو په لیک باندي پسخند ووهی

په ژینو کې د ایران د استاځو سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په هلکه خبرې یوه اونۍ وروسته له هغه نه بیرته پیل کېږي چې د امریکا د کانګرس ۴۷ جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ایران مشرانو ته یو لیک واستوی او په کښي یې ایران ته خبرداری ورکړ چې د ولسمشر اوباما د حکومت سره موافقه کیدای شي چې د امریکا د کانګرس یا راتلونکي ولسمشر له خوا بیرته لغوه شي. د ولسمشر اوباما حکومت دغه لیک چې ایران ته استول شوی دی، غندلی دی او ایران هم په یادشوي لیک باندې پسخند وهلی دی.

خو د لیک، لیکوال جمهوري غوښتونکیْ سناتور ټام کاټن وايي چې هغه پیښمانه نه دی چې دا لیک یې لیکلی او ایران ته یې لېږلی دی.

هغه د امریکا د سي بي اس تلویزوني چینل ته په مرکه کې داسې وویل ،،زمونږ د اساسي قانون له مخې، کله چې زمونږ ولسمشر د نورو هېوادونو سره موافقې لاس لیکوي باید کانګرس یې منظور کړي ترڅو د اوږدې مودې دپاره د تطبیق وړ وي. په کار ده چې دایران مشران دغه مسله په لوړ آواز او واضیح الفاظو واوري. زه درته ویلی شم چې هغوي [ایران] ته په ژینو کې دغه پیغام نه ورکول کېږي.،،

کاټن: د شمالي کوریا اشتباه باید تکرار نشي

سناتور کاټن د شمالي کوریا سره مزاکراتو ته اشاره وکړه چې ناکامه شول او د هغه په وینا مزاکراتو و نشو کړای چې پیونګ یانګ د اټمي وسلو د جوړولو نه منع کړي . هغه وویل چې باید د ایران په برخه کې عین اشتباه ترسره نشي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر د سناتور کاټن لیک ،،غلط ،،او ،،ناسنجیده،، وباله او زیاته یې کړه چې دا لیک یوه داسي سناتور لیکلی دی چې په سنا کې یې دوې میاشتې لا سمې نه دي تیرې شوي. کله چې د ښاغلي کیري نه پوښتنه وشوه چې آیا دغه لیک به د ایران سره پر روانو مزاکراتو باندې اغیز وکړي.

هغه د امریکا د سي بي اس تلویزوني چینل ته داسې وویل ،،زه یې تراوسه پوري په تاثیر نه پوهېږم. کله چې زه د خارجه وزیر ظریف سره ووینم نو په تاثیر به یې پوه شم. خو په یوه شي چې زه ښه پوهېږم هغه دا دی چې دا لیک په قصده لیکل شوی دی چې په مستقیمه توګه په روانو مزاکراتو کې مداخله وشي.،،

د امریکا د کانګرس د استاځو په مجلس او سنا کې پر ایران باندې د سختونو بندیزونو د وضع کیدو دپاره د اکثریت غږ پورته شوی دی چې باید پر ایران باندې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې بندیزونه ولګول شي.

دغه راز کانګرس پر کیدونکي موافقې باندې هم د کانګرس د رای ګیرۍ غوښتنه کړې ده. سپینې ماڼۍ دامریکا دسنا د بهرنیوو اړیکو د جرګه ګۍ د ریْس څخه غوښتي دي چې د څو میاشتو دپاره دي پر ایران باندې ددغه هېواد د اټمي پروګرام په خاطر د بندیزونو رای ګیري وځنډول شي.