امریکا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې د چک تر ټولو شتمن کس مړ شو

پولیس وایي د الوتکې د غورځیدو په هکله تحقیقات کوي.

د امریکا د الاسکا په ایالت کې چارواکي وایي یو هلیکوپتر چې د سکي د لوبې لپاره یې دې ایالت ته یوه ډله کسان لیږدول، سقوط کړی.

په پیښه کې د الوتکې پیلوټ اوڅلور نور کسان مړه شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د چک جمهوریت میلیاردر پیټر کیلنر هم شامل دی. هغه د چک جمهوریت تر ټولو شتمن کس بلل کېده.

ښاغلي کیلنر د مالي چارو او ټکنالوژۍ شرکت درلود. د هغه شرکت نن دوشنبه، مارچ ۲۹ (کب۹) په یوې اعلامیې کې د هغه مرګ تائید کړی. په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی کیلنر د شنبې په ورځ د امریکا د الاسکا په ایالت کې کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې وژل شوی.

په پیښه کې یو تن ټپي شوی هم دی چې اوس مهال یې په روغتون کې درملنه کیږي.

د امریکا د ترانسپورت د خوندیتوب ملي بورډ ویلي چې د الوتکې د لویدو په هکله تحقیقات کوي.