نوې سروی ښئ اوباما تر رامني مخکې دی

جمهور ریس اوباما

دعامه افکارو نوې سروی ښئ چې ممکن دامریکا جمهوررئیس بارک اوباما به د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید میټ رومنی ته ماتې ورکړي.

دامریکا دتلویزني شبکې ABC نیوز او واشنگټن پوست ورځپاڼی سروی ښئ چې جمهوررئیس بارک اوباما په هغو رایه ورکونکوکې چې نومونه لیکلي دي، له ۴٥ نه تر٥١ فیصده پورې مخکې دی او په ټولو امریکایانو کې له ۴٣ نه تر٥٢ فیصده مخکې دی .

دغه سروی چې تیره هفته شوي او د پاخه عمر د زرو کسانو نه پکې پوښتنې شوي. د دغو کسانو نیمائې د جمهوررئیس کارونه تایید کړي دي. او پدې عقیده دې چې ددویمې دورې مستحق دی.

جمهورریئس اوباما دیکشنبې په ورځ په تلویزوني مرکه کې وویل، دی ددې مستحق دی چې د دویمې دورې لپاره انتخاب شي او دنویو کارونو دپیدا کیدو یادونه ئې وکړه .ښاغلی اوباما دامریکا تلویزوني شبکې (ABC) ته د یکشنبې په ورځ وویل، له درو کالنو مخکی نه چې دجمهوري ریاست مقام ته ورسید ، اوس اقتصاد ډیرښه شویدي مگر زموږ کار پدې برخه کې لا سرته نه دی رسیدلی.