د امریکا د متحده ایالاتونو انتخابات په انځورونو کې

سپینې ماڼۍ او د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوری ریاست مقام ته د رسیدو لپاره انتخاباتی سیالي د ۲۰۱۵ کال په لومړیو میاشتو کې د کاندیدانو تر منځ پیل شوه. د جمهوری غوښتونکو د ګوند ۱۷ تنو غړو او د دیموکرات ګوند ۶ تنو غړو ځانونه په انتخاباتو کې کاندید کړې وه.

په سر کې د جمهوري خوښتونکو د ګوند مشرانو د امریکايي ملیارډر، دانلډ ټرمپ کاندیدیدل یوه شوخي بلله او همدارنګه ډیرو امریکایانو داسې فکر کاوو چې هغه به په لومړنیو سیالیو کې ماته وخوري.

دانلډ ټرمپ خپلې انتخاباتي مبارزې د مسلمانانو او په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو په اړه له جنجالي څرګندونو سره پیل کړې.

دانلډ ټرمپ سره له دې چې یو جنجالي کاندید بلل کیده، د جمهوري غوښتونوکو کاندیدانو سره د سیالۍ په وخت کې په ډیرو تر سره شویو نظر پوښتونو کې له خپلو ټولو سیالانو څخه مخکې وو.

د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو څخه د تکساز ایالت سناتور تډ کروز، او د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو تر یو حده له ترمپ سره سیالۍ ته ادامه ورکړه، خو په کوندي لومړنیو انتخاباتو کې د ټرمپ پرله پسې بریاوو وروسته دغه دواړه کاندیدان هم له ولسمشریزو انتخاباتو څخه په شا شول.

په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند یو شمیر مطرح څیرو د دانلډ ټرمپ له کاندیدو سره مخالفت لاره، خو ښاغلی ټرمپ مخکې له دې چې ګوندي یا لومړني انتخابات پای ته ورسیږي وتوانید د جمهوري غوښتونکو د ګوند د رسمي نوماند په حیث لازمې رایې تر لاسه کړي.

دانلډ ټرمپ یو شتمن سوداګر دی او په حکومت کې د کار هیڅ تجربه نلري، له همدې مخې د متحده ایالتونو د یوه مطرح ګوند د رسمي توماند په توګه د هغه کاندیدل د امریکا په معاصر تاریخ کې یوه نوې خبره ده.

د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د زیات شمیر پر خلاف، د دیموکرات ګوند کاندیدانو شمیر کم و.

هیلري کلنټن، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې او د یوه پخواني ولسمشر د میرمنې په توګه، د انتخاباتو له لومړیو څخه د یوې مطرح کاندیدې په توګه څرګنده شوه.

د ورمونت ایالت سناتور، برني سنډرز، د دیموکراتانو د حزبي سیالیو په لړ کې د هیلري کلنټن یو مهم سیال بلل کیده.

د یوه مطرح کاندید په توګه د برني سنډرز د ځلیدلو دلیل دا وو چې هغه د یو سیاسي انقلاب غوښتنه کوله او په متحده ایالتونو کې د شتمنې طبقې د سرکشیو مخالف وو.

د روان کال د جولای په میاشت کې د دیموکرات ګوند کانوانسیون هیلري کلنتن په رسمي توګه د دغه ګوند د رسمي نوماندې په توګه غوره کړه.

هیلري کلنټن که وتوانیږي انتخابات وګتي نو د امریکا د متحده ایالتونو په تاریخ کې به لومړنۍ میرمن وي چې د ولسمشرۍ مقام ته رسیږي.

هیلري کلنټن او دانلډ ټرمپ د متحده ایالتونو د کورني او بهرني سیاستونو په تړاو تر اوسه درې وارې سره مناظره کړې، او په نظریاتو کې سره ډیر اختلاف لري.