د امریکا اقتصاد د اپریل په میاشت کې خلګو ته ۱۶۵ زره وظیفې پیدا کړي دي چې په دې سره په امریکا کې د بې کارۍ فیصده ۷،۵ فیصدو ته راکښته شوه.
د امریکا د حکومت د کار او ټولنیز چارو د بیرو د احصایې په ريپوټ کې راغلي دي چې په امریکا کې د بې کاره خلګو شمیر ۱۱،۷ میلیونو کسانو ته رالوېدلی دی چې په دې سره سږ کال د بې کاره کسانو په شمیر کې په سلګونو زره لږوالی راغلی دی.
تیره میاشت د امریکا د تجارتي خدماتو، پرچون دوکانونو او روغتیايي خدماتو په برخو کې نوې وظیفې رامنځ ته شوي دي.