د امریکا جنګي کښتۍ په 'سرې بحیرې کې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې نسکورې' کړي

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ شنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) ویلي چې یوې جنګي کښتۍ په سرې بحیرې کې ۱۴ بې پیلوټه (ډرون الوتکې) نسکورې کړي چې حوثي شعیه یاغیانو د یمن څخه الوځولې وې.

دې قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې چې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې ویلي چې د USS CARNEY په نامه تبا کوونکي کښتۍ چې په سرې بحیرې کې ځای پر ځای شوې "په کامیابۍ سره" ۱۴ ډرون الوتکې ویشتي او له ویجاړې کړې دي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې پیښې کې جنګي کښتۍ ته زیان ندی رسیدلی او نه هم پکې چا ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې برمته کړل، په یمن کې حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی څو ځله یې په سرې بحیرې کې د امریکا په جنګي او نورو سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي.

پنټاګان د روانې ډسمبر میاشتې په درېیمې نیټې وویل چې په یمن کې حوثي یاغیانو د پنځو ساعتونو لپاره په سرې بحیرې کې د امریکا په یوې جنګي او څو سوداګریزو کښتیو باندې په وسلو سمبالو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو سیمې ته یوه الوتکه وړونکې کښتۍ واستوله او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مدیترانیې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکه وړونکې کښتۍ واستوله چې د اسرائیل پر ضد د "خصمانه کړنو" مخه ونیسي او پرېنښودل شي دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.

حوثیانو خبرداری ورکړی که د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د خوراکي موادو او درملو ورتګ ته اجازه ورنکړل شي، په هرې هغې کښتۍ به برید کوي چې د اسرائیل بندرونو خوا ته روانې وي.