دپلوماتان وايي چې د کیوبا یو لوړ پوړي پلاوي په واشنګتن ډي سي کې له امریکايي چارواکو سره په نادر ډول ملاقات کړی، خو د ترهګرو له نوملړ څخه د کیوبا د نوم د لېرې کولو په اړه کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.
د دواړو هېوادونو دپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) وویل چې د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کارلوس فرناندیز ډي کوسیو، همدا اوونۍ د لاتینې امریکا لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ له لوړ پوړیو مقاماتو براین نیکولاس او سوان ګونزالیس سره لیدلي دي.
سره له دې چې دا دواړه ګاونډیان د مهاجرت او جنايي مسائایلو په اړه وخت ناوخت غونډې کوي، خو په واشنګټن ډي سي کې دا غونډه بیسارې بلل کېږي.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له کیوبا سره روابط، چې ډېر کلونه نه وو، بېرته پيل کړل. خو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ، چې د اوباما د حکومت ځینې پرېکړې یې لغوه کړې وې، کیوبا یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړو دولتونو په لست کې شامله کړه. په دې لست کې درې نور هېوادونه ایران، سوریه او شمالي کوریا دي.
ولسمشر جوبایډن د کیوبا په اړه محتاطانه حرکت کړی او د ۲۰۲۱ کال په جولاۍ کې د کیوبا د چارواکو له لوري د حکومت ضد لاریون له ځپلو وروسته یې قوي نظر څرګند کړی دی.
دا مطلب هم ولولئ
چین امریکا ته نژدې په کیوبا کې استخباراتي مرکز جوړوي- امریکايي رسنۍد کیوبا یو مقام ویلي دي چې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په درشل کې په دغه نوملړ کې د کیوبا ساتل د ښه سیاسي نیت د نشتوالي نښه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر وویل چې امریکايي چارواکي نیکولاس له کیوبايي مقاماتو سره د «بشري حقونو، مهاجرت او د دوه اړخیزو ګټو د نورو مسائیلو» په اړه خبرې کړي دي.
هغه زیاته کړه چې "د ترهګرۍ د لست په اړه موږ کومه پرېکړه نه ده کړې چې خبر" مو کړم.
د روان کال د مارچ په میاشت کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کانګرس ته څرګنده کړه چې دوی له نوملړ څخه د کیوبا د لېرې کولو کوم پلان نلري، چې بهرنیو پانګوالو ته جدي خنډ دی.
د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.