جمهوري غوښتونکي د اوباما د صحي بیمې قانون فسخ کوي

په کانگرس کې د صحي بیمې قانون له ډېرو ناندریزو بحثونو وروسته تصویب شوی و او بالاخره په اوباماکېیر مشهور شو.

واشنگټن د نوي کال په پیلیدیو سره د پراخو قانوني تعدیلونو لپاره چمتووالی نیسي. جمهوري غوښتونکې جې د سپینې ماڼۍ برسیره، د کانگرس د استازو په خونه او سنا کې هم اکثریت لري، ددې لپاره تیاری نیسي چې په بشپړ قوت سره د اوباما د وخت صحي بیمې قانون فسخه کړي.

دغه قاون چې د له ډېرو نادندریزو بحثونو وروسته جمهور رئیس اوباما توشیح کړی و، په میلیونونو بې بیمې خلکو ته صحي بیمه ورکړله خو میاشتنۍ فیس یې راکم نه شو.

د اوباما مالي او صڅي مشاورینو اټکل کړی و چې ډېر نوي خلک به بیمه واخلي او عاید به دومره زیات شي چې پر ټولو خلکو به یې بیه را ټیټه شي، خو داسي ونه شول.

جمهور ي غوښتونکې له پیل راهیسي ددې بیمې سخت مخالف و او منتخب ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي کمپیان کې ژمنه کړې وه چې دا ناقص سیستم به له منځه وړي او خلکو ته به تر دې ښه بدیل ورکړي.

په کانگرس کې د استازو د خونې رئیس پال راین وایي "د اوباماکېیر فسخ کولو فسخ کول معنی د خلکو اسوده کول دي. د بیمې لوړه بیه به ختمه شي، صحي خدمات به ښه شي، او ژمنې به پوره شي.

منتخب ولسشمر ډانلډ ټرمپ دوه اونۍ وړاندې په عمومي غونډه کې د اوبما د وخت د قانون د له منځه وړلو ژمنه وکړله. هغ وویل "موږ به د دا ستر ناورین چې اوباماکېیر یا اوباما بیمه یې نوم دی، فسخه کړو او د صحي خدماتو نوی پلان به وړاندې کړو چې ستاسې ټولو کورنیو لپاره گټور وي.

دیموکراتان وایي د ټول قاون د فسخه کولو پر ځای باید د هغې د تعدیلولو هڅه وشي. په سنا کې د دیموکراتانو مشر هیري ریډ وایي "موږ پوهیږو چې په دې قاونکې ځینې شیان لا ښه کیدلی شي او موږ یې د لا ښه کولو هڅه کوو.

خو جمهوري غوښتونکو له کلونو راهیسي ددې بیمې پر ضد کمپاین کړی دی او فکر کوي چې د ټرمپ په جمهوري ریاست کې یې د فسخه کولو ښه چانس په لاس ورغلی دی.

د سنا په مجلس کې د اکثریت گوند مشر سناتور مچ مکانل وایي چې نوي کال په پیل کې به لومړی کار ددې اوسني سیستم د فسخه کولو کار وکړو، او بیا به ډېر ژر د بدیل سیستم د پاره لایحه وړاندې کړو.

خو دیموکراتان خپلو سیالو سناتورانو ته چیلنج ورکوي چې تر دې اوسنی اوباماکیېر ښه پلان نهش ي وړاندې کولای او که هر ډول پلان وړاندې کړي د امریکا د ولس یوه ستره فیصدي به یې سخت مخالفت وکړي.

ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه واک ترلاسه کوي خو داسي ښکاري چې کانگرس به د صحي بیمې د قانون د فسخه کولو لپاره تر هغې نیټې هم انتظار ونکړي.