د امریکا د سنا مجلس د نړیوالو اړیکو جرګه ګی پدې ورستیو کې د افغانستان سره د امریکا د مرستو په هکله تفصیلي رپوټ خپور کړ.
په رپوټ کې ویل شوي چې امریکا په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان سره د نږدی نولس نیم میلیارده ډالرو مرستې کړي دي. راپور وایي چې دغه مرستې ځینې ریښتینې لاس ته راوړنې لري خو ځینې پیسې بې ځایه لګول شوي دي.