په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱مه پېښه ثبت شوې

افغانستان په لسو ولایتون وکې د پولیو یا ګوزڼ ضد وروستی شپږ ورځنی فرعي کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا ورازت وايي، د دغه کمپاین په ترڅ کې به په کندهار، روزګان، هلمند، خوست پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، نورستان او جوزجان ولایتونو کې درې میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې په دې اړه پخپلې اعلامیې کې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د پولیو د یو بلې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر هم ور کړی چې په دې سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان کال کې ۲۱ ته ورسېد.

دغه وزارت وايي، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې تازه ګوزڼ وهلی ماشوم هلک دی او درې کاله عمر لري چې د تل لپاره فلج شوی دی.

په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته ورسېد

په روان کال کې د پولیو د ثبت شوو مثبتو پېښو څخه ۱۵یې یوازې د هېواد په جنوبي حوزه هلمند، کندهار، روزګان او ۶ نورې په ختیځه حوزه کونړ، نورستان او ننګرهار کې ثبت شوي دي.

له دغو پېښو څخه ۹ یې په کندهار، ۴ هلمند، ۲ روزګان، ۳ کونړ، ۲ ننګرهار او یوه یې په نورستان کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې د روغتیا د وزیر ډاکټر فیروز الدین فیرزو له خولې ویلي چې واکسین ته د ماشومانو نه لاس رسي او امنیتي ستونزو له امله د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

دغه وزارت د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د پولیو کمپاینونو پر مهال له دوی سره مرسته وکړي تر څو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږي.

روغتیا وزارت وايي د امنیتي‌ ستونزو له امله د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې لاهم د پولیو اندیمیک په توګه پېژندل کېږي.