په سوریې کې د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید شوی

په سوریه کې دملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو د مفتشانو د ډلې پرموټر ډزې شوي دي. د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې نامعلومو کسانو د دوي پرهغه موټر باندې د سوریې په پایتخت دمشق کې ډزې کړي دي چې د ملګرو ملتونو دکیمیاوي وسلو مفتشان پکې سپاره وو.

دملګروملتونو د کیمیاوي وسلو مفتشان کوښښ کوي چې د کیمیاوي وسلو دهغه برید په اړه کڅېړنه وکړي چې تېره اونۍ د دمشق په ختیځه برخه الغوطه کې و شو.

د سوریې یاغیان وايي چې حکومتي قواوو په دوي باندې کیمیاوي وسلې استعمال کړلې او په سوونو کسان یې پکې ووژل. خوحکومت دغه تورونه ردوي او د دې په ځواب کې پریاغیانو پړه اچوي چې هغوي دغه راز وسلې استعمال کړي دي.

دملګرو ملتونو د منشي بان کیمون یوه نطاق وویل چې د کیمیاوي وسلو د څار د ډلې پرموټر باندې څو څو ځلې ډزې وشوې، او موټر له کاره ولویدی. مفتشان د حکومت یوې پوستې ته ستانه شول. خو سره له دې هم پلان لري چې خپلو تحقیقیاتو ته ادامه ورکړي. " هغه ټولې خواوې چې په سورېه کې دي دحقایقو پیدا کولو ته ضرورت لري. د کیمیاوي وسلو دخط‏ر اویا استعمال په برخه کې باید ټوله نړۍ اندېښمنه واوسي. همدا لامل دی چې ټوله نړۍ د سوریې دحالاتو څارنه کوي.

امریکا پرسوریې انتقاد کړیدی چې له دغه برید نه پنځه ورځې وروسته هم مفتشانو ته اجازه نه ورکوي چې د برید ساحه وګوري.

دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګپوړي چارواکي په خپلې وینا کې وویل چې دامریکا دبهرنېو چارو وزېر جان کېري ښاغلي بان کیمون او په برتانیه ، فرانسه ، روسیه اوکاناډا کې خپلو انډولانو ته وویل چې پکار وه چې سوریه په دغه سیمه کې ډزې بندې کړي وای او د تېرې اونۍ له بریدونه وروسته یې سمدلاسه مفتشانو ته لاره اواره کړې وای چې دغه سیمه وڅاري.

د اوباما د حکومت یو لوړ رتبه مامورد سوريي د حکومت دا وړاندیز رد کړچې وايي د ملگروملتونو مفتشینو ته يې اجازه ورکړیده چې د پیښې سیمه تفتیش کړي، دغه مامور وویل اوس ډیر ناوخته دی چې دا کار باوري وبلل شي.

دغه مامور وویل پدی کې ډیر کم شک موجود دی چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد ته وفادارو قواوو دي په الغوته کې د ملکیانو په خلاف کیمیاوي وسلې استعمال کړي نه وي .

په عین حال کې د ښاغلي بانکیمون نطاق د هغه لیکل شوې وینا خپره کړه چې وای د سوريي حکومت منلې چې د ملګرو ملتونو د پلاوي سره ضروري همکاري وکړي ترڅو د اګسټ د ٢١ نیټې دپیښې په هکله تحقیقات وکړي .