د امریکا د مریلنډ په ایالت کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي 

د امریکا د متحدو ایالتونو مریلنډ ایالت د بالټیمور په ښار کې پولیس مقامات وايي د ډزو په یوې پېښې کې دوه تنه وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل دي.

د مریلنډ ایالت په مرکز بالټیمور کې د پولیسو سرپرست کمېشنر رېچ ورلي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پېښه د یکشنبې په سهار جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۱) د بروکلېن په سیمه کې د سړک په سر یو پروګرام کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې سیمې ته د پولیس افسرانو «له رسېدو وروسته مو یو شمېر زخیمان ولیدل چې وېشتل شوي» وو.

د ښار پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په پېښه کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او یو ۲۰ کلن هلک وژل شوي دي.

زخمیان روغتونونو ته انتقال کړل شوي‌ او د پولیسو مشر رېچ ورلي وویل چې د مشکوکو بریدګرو او د برید د انګېزې معلومولو په اړه پلټنې پیل شوي ‌دي.

ورلي وویل چې د «جرم په سیمه کې به یې پلټونکي د څه مودې» لپاره پاتې وي. د بالټیمور ښاروال برانډن سکاټ د پېښې په ځای کې خبریالانو سره په خبرو کې دا پېښه وغندله او ویې ویل چې «دا یوه غمیزه ده چې باید پېښه شوې نه وای».

ښاروال زیاته کړه: «دا یو ځل بیا زموږ په سړکونو کې له حده د زیاتو ناقانونه وسلو اغیزو، په مقابل کې د مبارزې اړتیا او د هغو خلکو توانمندي، چې باید وسلې په لاس کې ونلري، په ګوته کوي.»

نوموړي ژمنه وکړه چې تر څو پورې یې دا «ډارن بریدګر موندلي نه وي» ارام نه کیني.

د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس، متحده ایالتونه په نړۍ کې تر بل هر هېواد د وسله وال تاوتریخوالي ډېر قربانیان لري. تېرکال د وسلو اړوندو پېښو کې ۴۴۳۵۷ کسان وژل شوي چې د وسله وال خشونت د معلوماتو په اساس ۲۴۰۹۰ یې د ځان وژنې پېښې وې.

د مریلنډ ایالت په مرکز بالیټیمور کې دا ډله ایز برید په روان کال کې د وسلو اړونده ۳۳۷مه پېښه ده.