په تونس کې د جمهور رئیس له تیښتې وروسته هم مظاهرې روانې دي

په تونس کې د جمهور رئیس له تیښتې وروسته هم مظاهرې روانې دي

د تونس صدراعظم محمد غنوشي تیره ورځ د ملي یووالي حکومت په داسې حال کې اعلان کړ چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره کوونکو باندې چې ویل یې حاکم گوند ته باید په حکومت کې ځای ونه کړل شي، اوښکې بهونکی گاز استعمال کړ. نوي مشر همداشان په شپیتو ورځو کې د جمهوري زیاست د نویو انتخاباتو وعده وکړه. د راوي کنه رپوټ زمونږ همکار وړاندې کوي.

له تونس څخه رارسیدلي رپوټونه وایي مظاهره کوونکو له عسکرو څخه غوښتل چې د خلکو په خوا شي او د هغوی د غوښتنې پلوي وکړي چې د اساسي قانون د پلوۍ دموکراتیک گوند په نامه حاکم گوند ته چې د ار سي ډی په نامه شهرت لري په حکومت کې گډون ور نه کړای شي.

"د تونس له دغو ځامنو څخه هغه څه چې مونږ غواړو دادي چې نوی پیل وکړي او ار سي ډي خوشې کړي. مونږ به نوي گوندونه جوړ کړو او ددې لپاره مونږ وخت ته اړتیا لرو".

په تونس کې د جمهور رئیس له تیښتې وروسته هم مظاهرې روانې دي

د دوشنبې په سهار امنیتي ځواکونو له اوبو شیندلو، اوښکې بهوونکي گاز او پوځي مهماتو څخه کار واخیست، او هغه وخت یې هوایي ډزې وکړې چې مظاهره کوونکي سړکونو ته ووتل. شاو خوا زرو تنو د حاکم گوند پر ضد د ښار په عمده واټ کې مظاهرې وکړې.

په داسې حال کې چې مظاهرې روانې وې، صدراعظم محمد غنوشي د ملي یووالي حکومت اعلان کړ چې زیات شمیر یې د حاکم گوند غړي دي او د مخالف گوند یو شمیر مشرانو ته هم په کې برخه ورکړل شوې.

د جمهوري ریاست انتخابات به په شپیتو ورځو کې وشي او نړیوالو څارونکو ته به اجازه ورکړل شي.

د تونس د چارو کارپوه ایرک گولډ شتاین هیله من دی چې ددې هیواد مشران به د هغه په وینا له وروستیو پیښو څخه سم درس واخلي.

" اوس هغه صدراعظم رامخ ته شوی چې تل د جمهور رئیس تر سیورې لاندی و. که غواړي چې حالات باثباته شي، هغه باید باوري تعهدونه وکړي چې داسې بدلونونو ته زمینه برابره شي چې سمدستي یې تونسیان وویني. زما په باور تونسیان دې احساس ته اړتیا لري چې هغوی ډیر ژر د ازادو انتخاباتو په لور درومي"

د ښاغلي ذین العابدین بن علي خلع کیدو ټوله عربي نړۍ ولړزوله چیرته چې په زیاتو هیوادونو کې مستبد مشران د ځپونکو حکومتونو مشري کوي.

گولډ شتاین وایي د تونس پیښې د غښتلو دموکراتیکو تاسیساتو د نشتوالي په وجه تقویه او رامنځ ته شوی چې دا ستونزه په زیاتو عربي هیوادونو کې موجوده ده.

" مخالف گوندونه د سوله ایز غبرگون زمینه نه لري او د مختلفو گوندونو ترمنځ سیاسي سیالي نشته. نو ژر او یا وروسته حالات چوي، ځکه خلک یواځې ډوډۍ نه غواړي بلکې هغوی همداشان غواړي چې خپل نظر څرگند کړي او خپل حکومتونه ځوابگویه او مسول وویني"

د دوشنبې په ورځ په قاهره کې یو مصري د پارلمان ودانۍ ته نژدې ځان وسیزه. مامورین اټکل کوي چې دا د پراخ فقر په وړاندې یو اعتراض و چې د تونس د مظاهره کوونکو د ځان سیزنې د انعکاس سره یې ورته والی درلود.