ټرمپ د کانګرس غړي د ټوپکو له ټولنې څخه په "ډاریدو" تورن کړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ګانګرس له غړو څخه وغوښتل چې د وسلو د سم کنټرول لپاره قانون تصویب کړي.

دوه اونۍ مخکې یوه وسله وال کس د فلوریډا په ایالت کې په ډزو د یوه ښوونځي ۱۷ زده کوونکي ووژل.

د چهارشنبې په ورځ [فبرورۍ ۲۸] ولسمشر ټرمپ له امریکايي قانون جوړونکو سره په سپينې ماڼۍ کې ولیدل او د فلوریډا د پېښې په شمول یې د وسلو د کنټرولولو پر موضوع بحث وکړ.

ترغونډې وروسته، ښاغلي ټرمپ په یوه ټوئیت کې ولیکل چې "زیاتې مفکورې، ځینې یې ښې وي او ځینې یې ډیرې ښې نه وي."

غونډې کې ولسمشر د کانګرس وکیلان تورن کړل چې ګواکې دوي د ټوپکو له ملي ټولنې څخه "ډاریږي". د ټوپکو ملي ټولنه یوه غیر انتفاعي اداره ده چې د وسلو د مالکیت او د وسلو څخه د استفادې لپاره کار کوي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د هغې طرحې په هکله به خپل "جدی فکرونه" له نورو سره شریک کړي چې د وسلو د اخېستلو لپاره یې د پیردونکو عمر له ۱۸ څخه ۲۱ کلونو ته زیات کړی دی.

دا شرط په هغې طرحې کې لیکل شوی چې پر اساس یې د وسلو د پیردونکو سابقه ارزول کیږي. جمهوریت غوښتونکي سناتور پت تومي ولسمشر ټرمپ ته وویل چې وکیلانو په سنا کې د پيردونکو د عمر په باب بحث نه دی کړی.

ټرمپ یې په ځواب کې وویل: "پوهیږئ ولي؟ ځکه چې تاسې د ټوپک له ملي ټولنې څخه ډاریږئ."