ټرمپ: د ترهگرۍ ضد مبارزې کې څرگند دریځ پکار دی

ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر په لندن کې د ټرورسټي حملې نه وروسته ویلي دي چې نړۍ ته پکار ده د ترهگرۍ په ضد د مبارزې لپاره څرگند دریځ ولري او د دی پروا ونکړي چې دغه به په سیاسي توگه سم وي او کنه.

د امریکا ولسمشر د لندن د پیښې په هکله په ټویټر کې دا هم ولیکل چې ستره محکمه دې امریکا ته د سفر د بندیز په هکله د هغه فرمان ته ژر تر ژره د عملي کیدو اجازه ورکړي.

ټرمپ د لندن د حملې نه وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې د برتانیې سره هر ډول مرستې او کومک ته تیار دی. ښاغلي ټرمپ د لندن په ښار وال صادق خان باندې انتقاد وکړ چې پکار ده هغه د ترهگرۍ ضد کلکه مبارزه وکړي.

"مونږ ته پکار ده چې دا پروا ونکړو چې دا په سیاسي توگه سمه ده او کنه خو باید د خپل ولس امنیت ته ژمن شو. که مونږ د هوښیارۍ نه کار وا نخلو نو وضع به نوره هم خرابه شي."

د امریکا ولسمشر ټرمپ په صدیق خان چې تیر کال د لندن ښاروال شو، باندې هم نیوکې وکړې. ټرمپ په ټویټ کې لیکلي

"لږترلږه ٧ تنه مړه او ۴٨ زخمیان دی او د لندن ښاروال وایي چې د ویرې ضرورت نشته."

د لندن ښاروال صدیق خان د شنبې د ورځې د حملې نه وروسته حمله وغندله او وی ویل چې دا د لندن په بیگناه اوسیدونکو یوه بزدلانه حمله ده. صدیق خان وروسته بیا وویل چې په لارو کوڅو کې د پولسیو د زیاتولو او ویرې ضرورت نشته.

د صادق خان ویاند وویل چې خان ډیر مصروفه دی او ټرمپ ته ځواب ته وخت نه لري.

د سفر بندیز

د لندن د یکشنبې د برید نه یو ساعت وروسته په ټویټر کې ولیکل چې مونږ ته پکار ده چې هوښیار، وې‍ښ او سخت شو. مونږ د محکمو نه خپل حقوق بیرته غواړو. مونږ د امنیت په خاط‏ر د سفر بندیز ته ضرورت لرو.

په امریکا کې یو شمیر ایالتي محکمو د ښاغلی ټرمپ د هغه فرمان مخه بنده کړیده چې وایي د شپږو ملکونو په اتباعو به د درېو میاشتو لپاره امریکا ته په سفر بندیز ولگول شي. د ټرمپ په دغه فرمان په دی وجه سخت اعتراضونه کیږي چې د دغو شپږو ملکونو ( ایران، سوریا، لیبیا، سوډان، یمن او صومالیه) زیاتره اوسیدونکي مسلمانان دي او دا د اسلام په ضد تبعیض گڼل شویدی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ اوس په ستره محکمه کې خواست کړیدی چې د ایالتي محکمو پریکړه دې لغوه شي او د ولسمشر ټرمپ اجرائیوي فرمان دی عملې شي.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټرکې دا هم لیکلي دي چې د برتانیې سره هر ډول مرستې ته تیار دی.