ټرمپ زیلینسکي ته ویلي که جمهور رئیس وټاکل شي، د اوکراین جګړه پای ته رسوي

ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي سره کتلي و.

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ جمعه جولای ۱۹ ( چنګاښ ۲۹) د اوکراین جمهور رئیس سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي که د دویم ځل لپاره د امریکا جمهور رئیس وټاکل شي، د روسیې – اوکراین تر منځ جګړه به پای ته ورسوي.

ښاغلي ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي، " د جمهور رئیس زیلینسکي څخه مننه کوم چې اړیکه یې ونیوله. جګړې کې ډیر خلک وژل شویدي او بې شماره بې ګناه کورنۍ یې تبا کړیدي".

ټرمپ په اوکراین کې د روسیې یرغل پیل کیدو راهیسې څو ځله د دې جګړې پای ته رسیدو خبرې کړیدي خو د کیف او مسکو تر منځ د سولې لپاره یې خپله پالیسي نده په ډاګه کړې.

ټرمپ چې د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دی، د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره په لومړنۍ انتخاباتې مناظرې کې په څو ځله دا خبره وکړه که ولسمشر شو، له پوتین او زیلینسکي سره له ملاقات وروسته به دا جګړه په"۲۴ ساعتونو کې ختمه" کړي.

زیلینسکي تیره میاشت په یوې غونډې کې د سولې لپاره خپل پلان په ډاګه کړ چې روسیې ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د زیلینسکي په پلان کې د اوکراین څخه د ټولو روسي سرتیرو وتلو غوښتنه شوې او دا چې د اوکراین سرحدونه به هغه شان وي لکه د ۱۹۹۱ میلادي کال جګړې څخه وروسته چې و.

د اوکراین مشر همدارنګه ویلي تر څو پورې چې د روسیې عسکر پدې هیواد کې وي، په سولې هیڅ خبرې نشي کیدی.

ولادمیر زیلینسکي د ډونالډ ټرمپ سره خپلې خبرې تائید کړي. هغه په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د ټرمپ سره په خبرو کې یې هغه ته د " په آینده کې د قوت او بشپړ خوندیتوب هیله ښودلې".

د اوکراین مشر په ټرمپ باندې د تیرې اوونۍ برید هم غندلی و.

ولادمیر زیلینسکي لیکلي چې هیواد به یې تل د متحده ایالاتو د مرستې په خاطر منندوی وي.

ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو لخوا د اوکراین سره د نظامي او نورو مرستو باندې جدي انتقاد کوي او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ټرمپ مرستیال سناتور جیمز ډیوډ ونس ویلي "دا ورته مهمه نده چې په اوکراین کې څخه پیښیږي".

خو دا چې ټرمپ په وار وار د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ستایلی، د اوکراین او متحدینو سره یې دا اندیښنې پیدا شوي چې آیا که ډونالډ ټرمپ بیا د متحده ایالاتو جمهور رئيس شي، د کیف سره به د متحده ایالات مرستې دوام ولري که نه.

ملګرو ملتونو، ناټو او متحدو ایالتونو په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی دی. امریکا او ایتلافیان یې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې د روسیې په خلاف جګړې کې بریالی شي.