ټرمپ: رابرټ مولر دې رانه پوښتنې وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د امریکا د عدلیې وزارت د ځانگړي تحقېق کونکي رابرټ مولر سره مرکې ته تیار دی.

ښاغلی رابرټ ملر د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د ممکنه مداخلې په هکله د تحقیقاتو د کمیټې مشري کوي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل " زه دیته په انتظار یم، زه به د ( رابرټ مولر سره) د لوړې نه وروسته خبرې کوم"

پرون د چارشنبې په ورځ ښاغلي رابرت مولر د امریکا د لوی څارنوال نه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو په باره کې پوښتنې وکړی.

لوی څارنوال جیف سیشن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینی لومړنی غړی دی چې پدې هکله ترې تحقیقات کیږي.

دا تحقیقات د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنو او د روسیې او جمهور رئیس ټرمپ د کمپاین ترمنځ د ارتباطاتو په اړه پیل شوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي د لوی څارنوال جیف سیشن نه د روسي مقاماتو سره د هغه د اړیکو په ارتباط په ساعتونو پوښتنې شوي. سپینې ماڼۍ ویلي د جمهور رئیس دفتر د مولر د تحقیقاتي ټیم سره همکاري کوي.